Asset 1SWN

کورنیوچارو وزارت: نږدې یوې میاشت کې د ټرافیکي پېښو پرمهال ۱۴۱کسان مړه شوي

لوګر-ټرافیک

د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولان وايي، د روان کال، وري میاشتې له پیل راهیسې، د هېواد په کچه څه باندې ۲۹۰ ټرافیکي پېښې شوي چې په پایله کې یې ۱۴۱ کسانو خپل ژوند بایللی او تر ۵۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

د ټرافیکو عمومي ریاست د پلان مدیر عبدالودود خیرخواه وویل، د ټرافیکي څراغونو نه‌شتون، د سړکونو خراب وضعیت او د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي هېواد کې د ټرافیکي پېښو مهم لاملونه بولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «د وري میاشتې له پیله تر دې مهاله څه باندې ۲۹۱ پېښې شوي هېواد کې چې پایله کې یې ۱۴۱کسان مړه شوي او ۵۰۴ نور ټپیان شوې دي.»

یو‌شمېر هغه کسان چې په ټرافیکي پېښو کې ټپیان شوي، وايي چې ډېری ټرافیکي پېښې د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطي له امله رامنځته کېږي.

منصور د پروان اوسېدونکی دی او څه موده وړاندې یې د کابل ـ کندهار پر لویه ‌لاره ټرافیکي پېښه کې چې ده ته په کې زیان نه دی اوښتی، خو ملګري یې ټپي شوي دي.

هغه وویل: «څو ورځې وړاندې یوه چک‌پوینټ کې یو موټر راغی او موږ یې ووهلو چې زموږ څو ملګري په‌کې ټپیان شول. لامل یې دا و چې موټرچلوونکي جوازسیر نه‌‌درلود.»

د بغلان اوسېدونکی خالد بیا چې څه موده وړاندې د یوې ټرافیکي پېښې پرمهال ټپي شوی، د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو له ریاسته غواړي چې لویو‌لارو کې د موټرو د سرعت پر کنټرولولو نظارت ډېر کړي.

هغه وویل: «یوازینی لامل یې ګړندی تګ او بې‌احتیاطي ده او موږ دوه کسان ټپیان شو او یو بل مرګوني وضعیت ته ورسېد. غوښتنه مو دا ده چې موټرچلوونکي احتیاط وکړي او ټرافیک پولیس هم خپلې هڅې وکړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي و، د تېرکال وروستیو شپږو میاشتو کې هېواد کې ۱۹۷۸ ټرافیکي پېښې شوي چې په پایله کې یې ۹۴۹ کسانو ژوند بایللی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام