Asset 1SWN

دوو ولایتونو کې ټرافیکي پېښو اته کسان مړه او نهه نور یې ټپیان کړي

ټرافیکي پېښه

د هېواد په دوو ولایتونو «نیمروز او میدان‌وردګ» کې د ټرافیکي پېښو له امله اته کسان مړه شوي او نهه نور ټپیان دي.

لومړۍ ټرافیکي پېښه چې نیمروز کې رامنځته شوې له کبله یې اته کسان مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نیمروز امنیې قومنداني ویاند قدرت‌الله ابویاسین سلا‌م‌وطندار ته وايي چې دغه پېښه پرون «جمعه، کب ۱۸مه» د دغه ولایت د چخانسور ولسوالي په دوراهي سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، پېښه د دوو کرولا ډوله موټرو د ټکر له کبله رامنځته شوې.

بل‌خوا د میدان‌وردګ امنیتي چارواکي هم وايي چې بیګاه «شنبه شپه، کب ۱۸مه» د دغه ولایت په سیداباد ولسوالي کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله درې کسان ټپيان شوي دي.

د یاد ولایت امنیې قومنداني له لوري سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ټرافیکې پېښه د سیداباد ولسوالي په «تنګي دوه لاره» سیمه کې د یوې سراچې او پاسو موټر ترمنځ شوې.

خبرپاڼه زیاتوي، په دغه ټرافیکي پېښه کې درې کسان ټپیان شوي دي او ټپيان د امنیتي ځواکونو له لوري مرکزي روغتون لېږدول شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې هم په ګڼو لایتونو کې ټرافیکي پېښې رامنځته شوي چې چارواکو یې لامل د موترو چلوونکو بې‌احتیاطي او د سړکونو خرابوالی په ګوته کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام