د میوند اوسېدونکي: حکومت دې د یادې ولسوالي تاریخي سیمې بیاورغوي

د کندهار د میوند ولسوالي اوسېدونکي وايي چې دغه ولسوالي کې تاریخي سیمې د له‌منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

د یادې ولسوالي اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، د میوند ولسوالي بازار شاته «شنه کلا» چې تاریخي ارزښت لري، اوس یې شاوخوا سیمې کیندل شوي او خاوره یې د سیمې خلک د خپلو کورونو جوړولو لپاره کاروي.

پاکستان کې د کښتۍ ډوبېدو له امله ۳۱ کب‌نیوونکي ټپیان او ۱۴ لادرکه دي

د پاکستان ستر سوداګریز ښار کراچۍ ته څېرمه په عرب سمندرګي کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله ۳۱ کب‌نیوونکي ټپيان او ۱۴ لادرکه دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه کسان د کبانو ښکار لپاره سمندر ته تللي وو چې د درېوو ورځو په تېرېدو سره لاهم ۱۴ کب‌نیوونکي لا درکه دي.

د افغانستان بانک سبا «۱۵» میلیونه ډالر بازار ته د لیلام په توګه وړاندې کوي

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې سبا «یکشنبه، کب ۱۹مه» به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک (شنبه، د کب ۱۸مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا یک‌شنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

غزه کې پر خلکو د مرستو کڅوړو لوېدو له امله پنځه کسان مړه شوي

غزه کې د هوا له لارې اړمنو ته د مرستو رسولو په لړ کې د خلکو پر ګڼې‌ګوڼې د مرستو څو کڅوړې لوېدو له امله پنځه کسان مړه شوي او یوشمېر نور ټپیان دي. پر غزې د اسراییلو برید او کلابندۍ له امله اړمنو ته د مرستو رسولو ټولې لارې تړل شوي او مرستې د الوتکو له لارې د فراشوټونو په مرسته غزې ته غرځول کېږي.

لوګر کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالي پای‌ته ورسېدې

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې په مرکز پل‌علم کې د ولایت په کچه د ۳۶لوبډلو ترمنځ د «ازادۍ جام» په نوم دوالیبال پیل شوې سیالي «شنبه، ۱۹کب» پای‌ته ورسېدې.

د یاد ولایت د بدنې روزنې او ورزش امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل چې دغو سیالیو کې د ولایت په کچه ۳۶ غوره لوبډلو ګډون کړی وو.

کندهار کې د ماسټرۍ سندونو لپاره ۷۳۹۶ علماوو ازموینه ورکړه

د کندهار پوهنتون او د دغه ولایت د ۲۰۵البدر قول‌اردو کې، د لوړو زده‌کړو وزارت له شاوخوا ۷۳۹۶ دیني عالمانو څخه د عالمیه دورې (ماسټرۍ) د اسنادو د ارزوني په موخه ازموینه واخیستل شوه. د نوموړي په وینا، د کندهار په دواړو ځایونو کې له ازموینې څخه د څار او ارزوني ټیمونه ګومارل شوي وو او د ازموینې بهیر یې په رڼه توګه څاره.