Asset 1SWN

پاکستان کې د کښتۍ ډوبېدو له امله ۳۱ کب‌نیوونکي ټپیان او ۱۴ لادرکه دي

fisherman-01-1699635491

د پاکستان ستر سوداګریز ښار کراچۍ ته څېرمه په عرب سمندرګي کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله ۳۱ کب‌نیوونکي ټپيان او ۱۴ لادرکه دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه کسان د کبانو ښکار لپاره دې سمندرګي ته تللي وو چې د درېوو ورځو په تېرېدو سره لاهم ۱۴ کب‌نیوونکي لا درکه دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاد کب‌نیوونکي د کراچۍ د ابراهیم حیدري سیمې اوسېدونکي دي. د یادو کب‌نیوونکو کورنۍ پر حکومت غږ کړی چې د کورنۍ د غړیو په موندلو کې دې ورسره مرسته وکړي.

بل‌خوا رسنیو د سِند حکومت چارواکو له قوله ویلي چې د یادو کسانو د لټون عملیات یې پیل کړي چې په‌کې د دغه هېواد سمندري ځواکونه هم برخه لري.

کراچۍ کې زرګونه کسان پر کب‌نیونه بوخت دي چې د کبانو نیولو لپاره د سمندر منځ ته ورځي او له څو اوونیو تېرولو وروسته نیول شوي کبان د سمندر غاړې ته د پلور لپاره راوړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ډېری دغه کښتۍ چې د خوندیتابه له اړخه کمزوري دي، د باران او توپان له امله ویجاړې او یا هم ډوبېږي چې وخت ناوخت کب‌نیوونکي په‌کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا هم ټپیانېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام