Asset 1SWN

کندهار کې د ماسټرۍ سندونو لپاره ۷۳۹۶ علماوو ازموینه ورکړه

--۰--

د کندهار پوهنتون او د دغه ولایت د ۲۰۵البدر قول‌اردو کې، د لوړو زده‌کړو وزارت له شاوخوا ۷۳۹۶ دیني عالمانو څخه د عالمیې دورې (ماسټرۍ) د اسنادو د ارزونې په موخه ازموینه واخیستل شوه.

دغه ازموینه چې «جمعه، کب ۱۸مه» واخیستل شوه، د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم او یو‌شمېر نور چارواکي یې د څار او ارزونې لپاره ورغلي وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ازموینې په اړه جوړو شویو مراسمو ته د کندهار پوهنتون رییس عبدالرحمن طیبي وویل: «د عالمیې دورې (ماسټرۍ) د اسنادو د ارزوني په موخه د آزموینې اخیستلو دا پروسه، نن د جمعې ورځ ټول هېواد کې په بریالیتوب سره واخیستل شو.»

د نوموړي په وینا، د کندهار په دواړو ځایونو کې له ازموینې څخه د څار او ارزوني ټیمونه ګومارل شوي وو او د ازموینې بهیر یې په رڼه توګه څاره.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه زیاته کړه چې ټولې پوښتنې د لوړو زده‌کړو وزارت څخه مهرلاک راوړل شوي او د دې آزموینې له لارې به اهل کسان معلوم او دغه‌راز به بریالیو علماوو ته، د لوړو زده‌کړو وزارت د ماسټرۍ سندونه ورکړل شي.

له کندهار سربېره د هېواد په نورو ولایتونو کې هم له علماوو ازموینه اخیستل شوې چې په ټوله کې یې شمېر څه باندې ۵۱زره کسانو ته رسېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام