Asset 1SWN

لوګر کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالي پای‌ته ورسېدې

-۰۰۰

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې په مرکز پل‌علم کې د ولایت په کچه د ۳۶لوبډلو ترمنځ د «ازادۍ جام» په نوم دوالیبال پیل شوې سیالي «شنبه، ۱۹کب» پای‌ته ورسېدې.

د یاد ولایت د بدنې روزنې او ورزش امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل چې دغو سیالیو کې د ولایت په کچه ۳۶ غوره لوبډلو ګډون کړی وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نعیم زي زیاته کړه، یادو سیالیو یوه‌نیمه میاشت دوام وکړ او د څرخ ولسوالي د والیبال لوبډلې په بریا سره پای‌ته ورسېدې.

د هغه په وینا: «د دغه سیالیو له جوړېدو څخه موخه په لوګر کې د والیبال ورزش ته وده ورکول، غوره لوبغاړو پېژندل او د والېبال لوبغاړو ترمنځ ښه همغږي رامنځته کول وو»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د لوبې په پای کې د لومړي مقام، دویم مقام او درېیم مقام ګټوونکو ټيمونو ته یوشمېر ډالې هم ورکړل شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام