لوګر کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالي پای‌ته ورسېدې

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې په مرکز پل‌علم کې د ولایت په کچه د ۳۶لوبډلو ترمنځ د «ازادۍ جام» په نوم دوالیبال پیل شوې سیالي «شنبه، ۱۹کب» پای‌ته ورسېدې.

د یاد ولایت د بدنې روزنې او ورزش امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل چې دغو سیالیو کې د ولایت په کچه ۳۶ غوره لوبډلو ګډون کړی وو.

بایډن ته د غني او عبدالله عبدالله ډالۍ؛ ارزښت یې څه باندې لس‌زره ډالرو ته رسېږي

د امریکا «سي‌بي‌اېس نیوز» رسنۍ راپور ورکړی چې د افغانستان مخکینی ولسمشر محمداشرف غني د هغو مشرانو په نوملړ کې شامل دی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ته یې ارزښتمنې ډالۍ ورکړي دي. د غني مېرمن رولا غني هم د بایډن مېرمنې جېل بایډن ته  د ورېښمو یوه غالۍ ډالۍ کړې وه چې ارزښت یې ۱۹۲۰۰ ډالرو ته رسېږي.

افغان ځواکونو ته دوه حماسي سندرې ډالۍ شوې

د افغانستان د موسیقي انسټېټیوټ نن د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مبارزې ستاینې په موخه هغوی ته هغه دوه حماسي سندرې ډالۍ کړې چې تازه د دغه انسټېټیوټ له لوري جوړې شوې دي.
د افغانستان د موسیقي انسټېټیوڼ رییس احمدناصر سرمست وايي، افغانان له دغو دوو حماسي سندرو سره اشنا دي او تازه د قنبرعلي نوشاد په مشري د ارکسټر سمفوني ډلې له لوري بیا ویل شوې دي.