Asset 1SWN

بایډن ته د غني او عبدالله عبدالله ډالۍ؛ ارزښت یې څه باندې لس‌زره ډالرو ته رسېږي

Abdullah-Ghani-Biden

د امریکا «سي‌بي‌اېس نیوز» رسنۍ راپور ورکړی چې د افغانستان مخکنی ولسمشر محمداشرف غني د هغو مشرانو په نوملړ کې شامل دی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ته یې ارزښتمنې ډالۍ ورکړي دي.

یادې رسنۍ پرون پنج‌شنبه د کب څلورمه د امریکا د تشریفاتي ادارې د یوه سند له مخې راپور ورکړی چې ولسمشر غني ۲۰۲۱ کال کې د امریکا ولسمشر جو بایډن ته د ۹۶۰۰ ډالرو په ارزښت د ورېښمو یوه غالۍ ډالۍ کړې وه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په خپور شوي راپور کې همداراز راغلي چې د غني مېرمن رولا غني هم د بایډن مېرمنې جېل بایډن ته  د ورېښمو یوه غالۍ ډالۍ کړې وه چې ارزښت یې ۱۹۲۰۰ ډالرو ته رسېږي.

د سي‌بي‌اېس نیوز په راپور کې راغلي چې د مخکیني افغان حکومت د روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم د ۲۰۲۱ کال جون میاشت کې جو بایډن ته ډالۍ ورکړې وه.

عبدالله عبدالله د ۱۱۵۰ ډالرو په ارزښت د «لاجوردو یو بکس» بایډن ته ډالۍ کړی و او په همدې جون میاشت کې بیا مخکیني ولسمشر غني د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن ته هم د ۲۶۵۰ ډالرو په ارزښت یوه غالۍ ډالۍ کړې وه.

د امریکا د تشریفاتو ادارې د سند پر بنسټ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د سویس جنوا کنفرانس کې خپل امریکايي سیال جو بایډن ته د ۱۲۰۰ ډالرو په ارزښت یو میناتوري لوښی او یو خودکار قلم ډالۍ کړی و.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ډالۍ د امریکا ملي موزیم ته لېږدول شوي او هلته ساتل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام