د کندهار د میوند ولسوالي اوسېدونکي وايي چې دغه ولسوالي کې تاریخي سیمې د لهمنځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
د یادې ولسوالي اوسېدونکي سلاموطندار ته وايي، د میوند ولسوالي بازار شاته «شنه کلا» چې تاریخي ارزښت لري، اوس یې شاوخوا سیمې کیندل شوي او خاوره یې د سیمې خلک د خپلو کورونو جوړولو لپاره کاروي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د میوند ولسوالي د «لوړې مزرې» سیمې اوسېدونکي میرویس وویل چې دغه ولسوالي کې ګڼشمېر لرغونې سیمې ویجاړې شوي او د پخوا په پرتله یې سیلانیان هم کم شوي دي.
هغه وویل: «نو تاریخي کلا ده، خلکو یې کیسې راته کړي. داسې ویل کېږي چې خزانه هم پهکې شته. یوه د شنې کلا په نامه ده، دا یې غټه غونډۍ ده. بله شاغاسي کلا ده، بله کلوجان کلا ده، یوه د کلاتکي په نامه ده، داسې ډېرې تاریخي کلاګانې دي چي سیلانیان اوس نهلري. خرابې او ویجاړې شوي دي.»
په ورته مهال قومي مشر محمد، میوند ولسوالي د امپراتوریو د ماتې ځای بولي او وايي، دغه ولسوالي لسګونه تاریخي ابدې لري چې اوس د ویجاړیدو له ګواښ سره مخ دي. هغه غوښتنه کوي چې مسوولان دې د میوند ولسوالي د لرغونو سیمو بیارغونې ته پاملرنه زیاته کړي.
نوموړي وویل: «میوند چې د امپراتوریو د ماتې ځای دی. دلته انګریزانو ته ماته ورکړې، نو ځکه په دغه لحاظ د میوند ولسوالي تاریخي ابدې ورغول شي، دا ډېر ښه کار دی چې راته ورغول شي، تاریخ به ژوندی شي.»
د دغه قومي مشر په وینا، که د میوند تاریخي ابدې ورغول شي، دغې ولسوالۍ ته به د سیلانیانو ورتګ هم زیات او خلک به ورسره په کار شي.
د کندهار مسوولان وايي، که څه هم د ټولو تاریخي ځایونو رغولو لپاره بودیجه نهلري، خو په وینا یې، هڅه کوي چې میوند ولسوالي کې د ملالې میوندۍ مقبرې ترڅنګ یوشمېر نورې تاریخې سیمې ورغوي.
د کندهار د اطلاتو او فرهنګ ریاست د هنر او فرهنګ امر عبدالشکور څپاند سلاموطندار ته وویل :«موږ هم غواړو چې ټولي لرغوني سیمې ورغوو، خو دا چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دونه بودیجه نهلري چي ټوله ابدات په یوه ځل ورغوي، انشاالله راتلونکي کي امید شته چې د میوند ولسوالي د ملالې میوندۍ، مقبره جوړه شي او ترڅنګ يې، د میوند د شهیدانو په زیارت به هم انشاالله کار وشي او نور تاریخې ځایونه به هم ثبت شي او هم به د هغوی لپاره د ترمیم یو غم وخوړل شي.»
د سیمې اوسېدونکو په وینا، میوند ولسوالي کې ډېرې تاریخي ابدي شتون لري چې «سره کلا، د میوند کلا، شنه کلا، شاغاسي کلا، ګلوجان کلا، کلاتکې کلا، د ملالي میوندي زیارت، د خواجه حسن میوندي زیارت، د شهیدانو هدیره او د اوبو چینه یې مشهورې تاریخي سیمې ګڼل کېږي.