د پاکستان کرېکټ سوپر لیګ سیالیو په لړ کې نن ماښام د کراچي کنګز لوبډله له لاهورز قلندرز لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د پاکستان راولپنډۍ کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

لاهور قلندرز لوبډله چې د یاد سوپر لیګ د تېر پړاو اتله لوبډله ده، روان پړاو کې یې له کړیو اتو سیالیو یوازې یوه لوبه ګټلې او پاتې یې بایللي دي.

کراچي کنګز لوبډلې هم تراوسه له اتو سیالیو درې بریاوې لري او د جدول پنځم ځای یې خپل کړی دی. قلندرز د جدول وروستي ځای کې دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادو سیالیو په بېګانۍ لوبه کې پېښور زلمي لوبډلې کوېټې ګلاډیېټرز ته په ماتې ورکولو سره د یاد لیګ پلې اف پړاو ته ووتله. زلمي لوبډله دا مهال له نهو سیالیو په پنځو بریاوو سره د جدول دویم ځای کې شتون لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام