د لوګر امنیې قومنداني چارواکي وایي چې د اداري او نظامي برخو شاوخوا ۱۵۰کارکوونکو ته یې ۹ ورځینۍ زده‌کړې ورکړي دي.

د لوګر امنیه قومندان مولوي محمد‌الدین شاه محبت په امنیه قومنداني کې جوړې شویې غوندې ته وویل، د کورنیو چارو وزارت له لوري د دې ولایت امنیه قومنداني ۱۵۰ ملکي او نظامي کارکوونکو ته په ادارې او نظامي برخه کې زده‌کړې ورکړل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

محبت زیاته کړه چې روزل شوي کسان به له دې وروسته په اسانۍ سره وکولای شي چې د امنیه قومنداني مراجعینو ته مسلکي خدمات وړاندې کړي او همدارنګه نظامیان به د امنیت په ټینګښت او خلکو سره په غوره چلن کې هم ښې لاسته راوړنې ولري.

د نوموړي په وینا، د لوګر امنیه قومنداني هڅه کوي خپلو نظامیانو ته په بېلابېلو برخو کې د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له یادې روزنې څخه فارغ شوي ملکي او نظامي کارکوونکي وایي، په جوړ شوي روزنیز پروګرام کې یې په اداري او نظامي برخه او همدارنګه له خلکو سره د غوره چلن برخه کې یې زده‌کړې ترلاسه کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام