Asset 1SWN

لوګر کې ټرافیکي پېښو له امله لس کسان مړه او ټپیان شوي

لوګر-ټرافیک

د لوګر امنیې قومنداني چارواکي وایي چې د کوچني اختر د درېوو ورځو پرمهال دغه ولایت کې اووه ټرافیکي پېښې شوي چې له امله لس کسان مړه او ټپیان شوې دي.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل چې دغه ټرافیکي پېښې د کابل-لوګر پر لویه لاره او ولسوالیو کې رامنځته شوې چې د یادو ټرافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

انس زیاتوي چې ټپيان د امنیتي ځواکونو له لوري  ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي او د ځینو یې درملنه شوې او تر درملنې لاندې دي.

د هغه په وینا، یادې ټرافیکي پېښې د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطي او ګړندي تګ له امله رامنځته شوې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د لوګر اوسېدونکي بیا وایي، د کوچني اختر شپو او ورځو کې له راپور شویو ټرافیکي پېښو دوه برابره زیاتې رامنځته شوي او په یاو پېښو کې ګڼ‌شمېر خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام