Asset 1SWN

پروان کې د ټرافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي

--------------------

د پروان د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوې دي.

یاده پېښه، جمعه، د وري ۲۴مه د دغه ولایت مرکز چاریکار ښار اړوند سررباط سیمه کې د یوې سراچه او باروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پروان د ټرافیکو مدیریت د پېښو د ارزونې امر عبدالحمید محمدي سلام‌وطندار ته وايي چې پېښه کې درې نارینه‌وو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوې دي.

د محمدي په وینا، پېښه کې مړه شوي او ټپیان د ننګرهار او پروان ولایتونو اوسېدونکې دي.

د پروان د ټرافیکو مدیریت د پېښو د ارزونې امر عبدالحمید محمدي همداراز زیاته کړه چې یاده پېښه د سراچې موټر چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې هم یاد ولایت او د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوې چې تر ډېری یې لامل د سړکونو خرابوالی، د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي او له ټرافیکي قوانینو سره د موټرچلوونکو نه بلدتیا په ګوته شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام