د حماس غورځنګ: ډېر ژر به «دښمن» مات کړو

پر غزې د واکمن حماس غورځنګ یو جګ‌‌پوړی چارواکی خالد مشعل وايي، له اسراییلو سره د دوی روانه شپږ میاشتنۍ جګړه به «ډېر ژر دښمن» له پښو وغورځوي.

نوموړي دغه څرګندونې قطر کې د حماس ډلې مشر اسماعیل هنیه د وژل شویو زامنو او لمسیانو له امله نوموړې ته د خواخوږۍ وړاندې کولو مراسمو کې کړې دي. اسراییلي ځواکونه د غزې شمال او مرکزي سیمو کې د حماس غورځنګ اړوند وسله‌والو سره پر نښته بوخت دي.

بلوچستان کې وسله‌والو ۱۱ کسان وژلي او پنځه نور ټپیان دي

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ناپېژنده وسله‌والو له لوري د  دوو جلا جلا بریدونو پرمهال ۱۱ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دواړه پېښې د یاد ایالت نوشکي ښار کې بېګاه ناوخته د اپرېل پر ۱۲مه رامنځته شوې دي.

ای‌پي‌اېل کې نن پنجاب له راجستان سره سیالي کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ  یا ای‌پي‌اېل سیالیو په ترڅ کې نن ماښام پنجاب کنګز لوبډله له خپل سیال راجستان رویالز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن شنبه، اپرېل ۱۳مه ۶:۳۰ بجې د هند د مولان‌پول په «مهاراج یډافېنډرا سېنګ نړیوال کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

پروان کې د ټرافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي

د پروان د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوې دي.

یاده پېښه، جمعه، د وري ۲۴مه د دغه ولایت مرکز چاریکار ښار اړوند سررباط سیمه کې د یوې سراچه او باروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې.