د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل سیالیو په ترڅ کې نن ماښام پنجاب کنګز لوبډله له خپل سیال راجستان رویالز سره لوبه کوي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن شنبه، اپرېل ۱۳مه ۶:۳۰ بجې د هند د مولانپور په «مهاراج یډافېنډرا سېنګ نړیوال کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پنجاب کنګز لوبډله چې دا مهال د یاد لیګ د سیالیو په جدول کې اتم ځای کې شتون لري، تراوسه پنځه لوبې کړي چې یوازې دوه سیالي یې ګټلې دي. دې لوبډلې خپلې درې لوبې په کم توپیر خپلو سیالانو ته بایللې دي.
بلخوا راجستان رویالز لوبډله چې د ایپياېل لیګ روان پړاو سیالیو کې پیاوړې راښکاره شوې، د یاد لیګ د سیالیو جدول په لومړي ځای کې ده. دې لوبډلې تر دې مهاله، پنځه لوبې کړي چې یوازې یوه ماته لري.
بلخوا دواړه لوبډلې له ۲۰۲۱کال راهیسې تر دې مهاله د یاد لیګ په څو پړاونو کې په مخ شویو وروستیو پنځو لوبو کې پنجاب لوبډلې دوه ځلې راجستان مات کړی. راجستان هم له پنجاب سره کړیو پنځو سیالیو کې درې لوبې ګټلې دي.
د یاد لیګ په بېګانۍ لوبه کې ډيلي کپېټلز لوبډلې په شپږو وېکټو لکناو سوپر جاینټز لوبډله ماته کړه. دا په روان لیګ کې د ډيلي کپېټلز دویمه بریا وه چې ترلاسه یې کړه.