Asset 1SWN

د هوا پېژندنې ریاست نن او سبا هېواد کې د اورښتونو اټکل کړی

48354787_605

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن او سبا په ټول هېواد کې د درنو اورښتونو او له امله یې د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د هوا پېژندنې ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې نن او سبا د کابل په ګډون، ننګرهار، کندهار، پکتیا، لغمان، روزګان، کونړ، بدخشان، هرات، هلمند، بامیان او ټولو ولایتونو کې بارانونه، واوره او له امله یې د سختو سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې یادو ولایتونو کې د اورښتونو کچه له ۱۵ تر ۶۰ ملي مترو او د واورې کچه له ۱۵ تر ۴۰ سانتي مترو اټکل شوې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست داسې مهال د هېواد په ځینو ولایتونو کې د اورښتونو اټکل کوي چې د کابل په ګډون په یو‌شمېر ولایتونو کې له تېرې ورځې راهیسې د اورښتونو لړۍ پیل شوې.

نن شنبه، وري ۲۵مه کابل او یو‌شمېر ولایتونو کې بارانونه روان دي چې ځینو سیمو کې د سېلابونو راوتلو له امله لارې هم تړل شوې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پروان محلي مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت او بامیان لویه لاره د سېلابونو راوتلو له امله بېګاه راهیسې تړل شوې وه چې نن بېرته پرانېستل شوه.

له دې سربېره د هېواد په ځینو نورو سیمو کې هم د سېلابونو د راوتلو خبر ورکړل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام