پر غزې د واکمن حماس غورځنګ یو جګ‌‌پوړی چارواکی خالد مشعل وايي چې له اسراییلو سره د دوی روانه شپږ میاشتنۍ جګړه به «ډېر ژر دښمن» له پښو وغورځوي.

نوموړي دغه څرګندونې قطر کې د حماس ډلې مشر اسماعیل هنیه د وژل شویو زامنو او لمسیانو له امله نوموړې ته د خواخوږۍ وړاندې کولو اړوند جوړو شویو مراسمو کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خالد مشعل چې د حماس ډلې د سیاسي دفتر مشري هم پر غاړه لري، دې مراسمو کې ویلي: «دا وروستی پړاو نه‌دی. دا پړاو د فلسطین د ازادۍ او د صهیونیستي پروژې د ماتې لپاره مهم پړاو دی.»

اسراییلي ځواکونه د غزې شمال او مرکزي سیمو کې د حماس غورځنګ اړوند وسله‌والو سره پر نښته بوخت دي.

اسراییل همداراز پر سوېلي ښار «رفح» باندې د برید چمتووالی نیسي، چېرته چې څه باندې یو میلیون فلسطیني وګړو دې ښار ته له جګړو پناه وروړې.

بل‌خوا د غزې مرکز کې د «النصیرات کمپ» اوسېدونکي وايي چې پر دغه کمپ د اسراییلي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو بریدونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوې دي.

هغه مهال روغتیايي چارواکو چې دغه بریدونه یې ناڅاپي بللي وو، ویلي وو، دې بریدونو کې شپږ کسان وژل شوي او د درېوو خبریالانو په ګډون ۷۰ کسان ټپیان شوي.

د حماس ډلې پخوانی مشر او د دې ډلې د سیاسي دفتر اوسنی مسوول خالد مشعل، یوې غونډې ته د وینا پرمهال.

برید کې دوه جوماتونه هم شهیدان شوې وو.

رویټرز خبري اژانس غزه کې د روغتیايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د غزې الدراج سیمه کې پر یوه کور د اسراییلو د هوايي برید پرمهال ۲۵کسان وژل شوي او یو‌شمېر نور بیا ټپیان شوې دي.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال د اسراییلو په بریدونو کې نږدې ۸۹ فلسطینیان وژل شوې دي.

غزه کې د روغتیا وزارت چارواکو جمعه، اپرېل ۱۲مه اعلان وکړ چې پر غزې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو راهیسې تراوسه څه باندې ۳۳زره او ۶۳۴ فلسطینان وژل شوي او په زرګونه نور ټپیان دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې تېره یوه شپه او ورځ کې ۸۹ کسان وژل شوي چې ترڅنګ یې د اسراییلو د برید راهیسې، ۲.۳ میلیونه فلسطیني وګړي، بې‌ځایه شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام