Asset 1SWN

بلوچستان کې وسله‌والو ۱۱ کسان وژلي او پنځه نور ټپیان دي

unknown-attackers-killed-11-people-in-balochistan-pakistan_661a03565c67b

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ناپېژنده وسله‌والو له لوري د  دوو جلا جلا بریدونو پرمهال ۱۱ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دواړه پېښې د یاد ایالت نوشکي ښار کې بېګاه ناوخته د اپرېل پر ۱۲مه رامنځته شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سیمه کې یوه پولیس چارواکي رسنیو ته ویلي، لومړۍ پېښه له نوشکي ښاره یو کیلومټر لرې د «سلطان چړايي» سیمه کي هغه مهال شوې چې وسله‌والو له مسافروړونکو بس موټرو نهه کسان ښکته او ووژل.

د پولیسو چارواکو په وینا، دغه مسافر د پنجاب اصلي اوسېدونکي وو او له کوټې ښار څخه ایران ته نږدې «تفتان ښارګوټي» ته پر لاره وو. ویل کېږي وژل شوي ټول کارګر وو.

په ورته مهال د یادې پېښې پرمهال د جمعیت علمای اسلام ګوند د یوه سیمه‌ییز غړي د کورنۍ د غړیو اړوند موټر هم له دې سیمې تېرېده چې وسله‌والو پرې ډزې کړي او د موټر اوښتو له کله دوه کسان په‌کې وژل شوې دي.

په دې پېښه کې پنځه نور کسان ټپیان شوي هم دي. تراوسه د دې پېښو مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، بلوچستان کې په دې وروستیو کې وسله‌وال بریدونه او ورته پېښې زیاتې شوې چې د همدې اپرېل میاشتې پر اتمه هم دغه ایالت کې د یوې چاودنې له امله یو پولیسو وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام