Asset 1SWN

بلوچستان کې د پاکستان د سمندري ځواکونو پر هوايي ډګر برید شوی

-0-000

د پاکستان د بلوچستان ایالت اړوند تربت ښار کې د دغه هېواد د سمندري ځواکونو پر هوايي ډګر وسله‌والو برید کړی دی.

پاکستاني رسنیو نن سه‌شنبه، مارچ ۲۶مه راپور ورکړی چې وسله‌وال بېګاه شپه ۱۰بجې دغه هوايي ډګر ته ورننوتي او جګړه یې پیل کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سیمه کې یوه پولیس چارواکي د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، په نښته کې درنې وسلې هم کارول شوي او د مرګ‌ژوبلې په اړه یې څه نه‌‌دي ویلي.

د پاکستان د «نېول فورسس» په نوم د سمندري ځواکونو دغه هوايي ډګر تربت ښار کې موقعیت لري.

د راپورونو له مخې، ياد هوايي ډګر د پاکستان د سمندري ځواکونو دویم يا درېیم لوی هوايي ډګر دی چې د پاکستان ګڼ‌شمېر سمندري ځواکونه په‌کې مېشت دي.

بل‌خوا بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې «بي‌اېل‌اې» د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دا د روانۍ اوونۍ پر مهال بلوچستان کې د یادې ډلې دویم لوی برید دی چې ترسره  کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام