پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي، د تېرو درېوو ورځو راهیسې په ټول هېواد کې اورښتونه شوي چې له امله یې په ۲۰ ولایتونو کې سېلابونه راوتي او درانه مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالله جانان سایق یوې خبري غونډې ته وویل چې د اورښتونو او له امله یې راوتلیو سېلابونو پرمهال ۳۳ کسان مړه شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، د اورښتونو په لړ کې ۶۰۶ کورونه په نسبي او بشپړ ډول ویجاړ شوي او تر ۲۰۰ څاروي هم لهمنځه تللي دي. ویل شوي چې تر ټولو ډېر ځاني او مالي زیانونه کندهار کې اوښتي دي.
عبدالله جانان سایق خبري غونډې ته وویل: «کندهار، تخار، زابل، پروان، ننګرهار، هلمند، کابل، خوست، دایکندي، کونړ، کاپیسا، پنجشېر، پکتیکا، پکتیا، لوګر، لغمان او هرات کې د سېلابونو راوتلو له امله ۳۳کسان مړه شوي او ۲۷ نور ټپیان دي او ۱۹۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم لهمنځه تللې.»
بلخوا د یوشمېر سېلابځپلو ولایتونو اوسېدونکي سلاموطندار ته وايي، سرپرست حکومت دې زیانمنو شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
د هلمند یوه اوسېدونکې عبدالرحمن وویل: «پر دوه نیم جریبه ځمکه مې کښت کړی و چې څه باندې ۱۵۰زره افغانۍ لګښت پرې راغلی و، د سېلابونو له امله لهمنځه لاړل او له حکومت د مرستې غوښتنه کوو.»
په ورته مهال د کاپیسا اوسېدونکی محمد وايي چې دې ولایت کې د سېلابونو له امله شاوخوا ۵۰ کورونه لهمنځه تللي او ترڅنګ یې، ۱۰۰جریبه ځمکه هم ویجاړه شوې. «مواصلاتي لارې تر څلور ساعته تړلې وې. موږ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت غواړو چې راسره عاجلې مرستې وکړي.»
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند همداراز دې غونډې ته وویل چې زیانمنو شویو کورنیو ته د مرستو رسولو بهیر پیل شوی او د هغوی وضعیت ته رسېدنه کوي.