Asset 1SWN

د کورنيوچارو وزارت لومړی مرستيال: که فکر کوو چې نظام په ملا جوړېږي، اشتباه ده

۰۰-۰--۰۰۰

د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال محمدنبي عمري وايي، که دی او مشران دا فکر کوي چې اوسنی نظام یوازې په ملا او مجاهد جوړېږي، ټول تېروتنه کوي.

نوموړي دغه څرګندونې «یکشنبه، وري ۲۶مه» خوست کې د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کړیالانو د هڅونې په موخه جوړې شوې غونډې ته کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه دې غونډې ته همداراز ویلي چې د نظام پایښت لپاره د هر مسلک خلکو ته اړتیا ده او په وینا یې، «ډاکټر، انجینیر او موټرچلوونکی او هر څوک به دلته وي.»

محمدنبي عمري وویل: ««که هر څوک يا زه يا زموږ مشران دا فکر کوي چې اوسنی نظام يوازې په طالب، ملا او مجاهد جوړيږي، دا اشتباه ده او په دې اشتباه کې ورسره موافق نه يو. په ټينګار سره وايم چې دلته د هر مسلک خلکو ته اړتيا شته، که ډاکټر دی، که انجينیر دی، که ډرېور، بايد دلته وي.»

بل‌خوا په عربي‌متحده اماراتو کې د سرپرست حکومت سفير بدرالدين حقاني بيا دې غونډې ته وويل چې د اوسنيو واکمنو ترڅنګ ولس، د عصري او ديني زده‌کړو مسلکي خلک مسووليت لري چې افغانستان له تنګسې او غربت څخه وباسي.

د خوست د میخانیکي انسټيټوټ یو‌شمېر زده‌کړیالانو دې غونډې کې له چارواکو غوښتنه وکړه چې د یاد انسټیټیوټ عملي زده‌کړو لپاره وسایل ورته نوې کړي.

د دوی په وینا، اوسني وسایل یې زاړه دي، که نوي شي، وبه کولای شي چې نوښتونه رامنځته کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د خوست ميخانيکي انسټیټیوت چې ۱۳۳۶کال کې د المان په مرسته جوړ شوی، دا مهال په اوو بېلابېلو څانګو کې ۱۵۰۰ زده‌کړیالان په‌کې زده‌کړې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام