Asset 1SWN

د هبت‌الله اخند‌زاده اختریز پیغام؛ «له ظلم به ځان ساتئ، د مظلوم ښېرا نظام لړزوي»

هبت‌الله اخند‌زاده

د ا.ا مشر مولوي هبت‌الله اخند‌زاده د کوچني اختریز په اړه خپل پیغام کې له ټولو حکومتي مسوولانو غوښتنه کړې چې له ظلم ځانونه وساتي.

د ارګ له لوري نن شنبه، د وري ۱۸مه پر خپله اېکس‌پاڼه د ا.ا مشر مولوي هبت‌الله اخند‌زاده دغه اختریز پیغام خپور کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په اختریز پیغام کې راغلي: «له ظلم څخه به ځان ساتئ که له چا سره ظلم وشي نو د یوه مظلوم ښېرا ټول نظام لړزوي؛ ځکه د مظلوم دښېرا او الله پاک تر منځ حجاب نشته.»

په پیغام کې همداراز ویل شوي چې هر چارواکی باید ځان اصلاح کړي او د هر «فرد ګناه پر ټول نظام اغېز کوي.»

د ا.ا مشر مولوي هبت‌الله اخند‌زاده په خپل دې اختریز پیغام کې دا هم ویلي چې امنیت پر «سختۍ او د ډېرو مړو په کولو نه‌راځي، بلکې د شریعت او عدالت» پر پلې کولو ټينګېږي.

«هېڅوک باید ناحقه ازار نشي، که څوک بندي کېږي، باید وار له مخه یې ښه پوښتنه وشي چې چا یې بې‌ځایه شکایت نه‌وي کړی یا په لږ جرم ډېر تکلیف ورته ونه‌رسیږي، نو احتیاط کوئ چې څوک ناحقه در څخه ازار نشي.»

په ورته مهال په خپور شوي اختریز پیغام کې د «فلسطین قضیه» د اسلامي امت قضیه یاده شوې او پر غزه د اسراییلو بریدونه په کلکه غندل شوې دي.

له نړۍ او اسلامي هېوادونو هم غوښتنه شوې چې د اسراییلو د بریدونو مخه ونیسي.

د یاد اختریز پیغام په یوه برخه کې له هېوادونو سره د نېکو اړیکو پر پاللو ټينګار شوی او پر متقابل درناوي د ولاړو اقتصادي او ډيپلوماټیکو اړیکو غوښتنه شوې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دې ترڅنګ په دې اختریز پیغام کې د اقتصادي ستونزو هواري، له هېواده د نشه‌يي توکو په بشپړه توګه د له‌منځه وړو او له خلکو سره د حکومتي چارواکو او مسوولانو پر ښه چلن هم ټينګار شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام