تېر کال افغانستان کې ۱۳۰ کسانو ته تعزیري او د قصاص سزاوې ورکړل شوي

اسلامي امارت د بشري حقونو اړوندو سازمانونو او نړیوالې ټولنې له نیوکو سره سره بیا هم د خلکو په مخ کې د حدودو او قصاص لړۍ ته دوام ورکړی دی. سترې محکمې د دغو سزاوو په وروستۍ قضیه کې ویلي چې په لوګر کې یې د یوې ښځې په ګډون، شپږ کسان له ۲۵ تر ۳۹ دورو وهل شوي دي.

ستره محکمه: د اختر په مناسبت به له زندانونو ۲۰۰۰ بندیان خوشې شي

د سرپرست حکومت د سترې محکمې مسوولان وايي چې د ا.ا د مشر د فرمان له مخې به د کوچني اختر په مناسبت د هېواد له زندانونو ۲۰۰۰ بندیان خوشې شي.

یادو چارواکو دغه څرګندونې نن شنبه، وري ۱۸مه، کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال خبریالانو ته وکړې.

د هند ای‌پي‌اېل کې نن راجستان له بنګلور سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ «ای‌پي‌اېل» سیالیو په لړ کې نن د یاد لیګ ۱۹مه لوبه کېږي چې رویال چلنجرز بنګلورو به له راجستان رویالز سره لوبه وکړي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د جې‌پور په «سوای منسېنګ کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

پکتیا کې ۹۵سلنه د ځنګلونو پرې کولو مخه نیول شوې

پکتیا کې د ځنګلونو ساتنې قطعې مسوولان وايي چې د تېرو دوو کلونو پرمهال یې دغه ولایت کې ۹۵سلنه د ځنګلونو د پرې کولو مخه نیولې او په تړاو ۵۲ کسان هم نیول شوې دي.

پکتیا کې د شنې قطعې قومندان جاوید اغا سلام‌وطندار ته وايي چې تر دې مهاله یې د ځنکلونو پرې کولو په جرم ۵۲ کسان نیولي چې ځینې یې د قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشي کړي او لس کسان یې محکمې ته سپارلي دي.

د هبت‌الله اخند‌زاده اختریز پیغام؛ «له ظلم به ځان ساتئ، د مظلوم ښېرا نظام لړزوي»

د ا.ا مشر مولوي هبت‌الله اخند‌زاده د کوچني اختریز په اړه خپل پیغام کې له ټولو حکومتي مسوولانو غوښتنه کړې چې له ظلم ځانونه وساتي.

ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه د ا.ا مشر مولوي هبت‌الله اخند‌زاده دغه اختریز پیغام خپور کړی دی. په پیغام کې همداراز ویل شوي چې هر چارواکی باید ځان اصلاح کړي او د هر «فرد ګناه پر ټول نظام اغېز کوي.»

فراه او میدان‌وردګ کې د ټرافیکو پېښو له امله درې کسان مړه او ۷ ټپیان شوي

په فراه او میدان‌وردګ ولایتونو کې د ټرافیکو پېښو له امله درې کسان مړه شوي او  اووه نور ټپیان دي.

لومړۍ پېښه چې د میدان‌وردګ اړوند د کابل-کندهار پر لویه لاره شوې، په‌کې دوه کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي. د دواړو ټرافیکو پېښو لامل د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي ښودل شوې.