Asset 1SWN

د هند ای‌پي‌اېل کې نن راجستان له بنګلور سره لوبه کوي

7565d432-f46b-4b38-ba29-b4ea6fe630ea

د هند کرېکټ غوره لیګ «ای‌پي‌اېل» سیالیو په لړ کې نن د یاد لیګ ۱۹مه لوبه کېږي چې رویال چلنجرز بنګلورو به له راجستان رویالز سره لوبه وکړي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د جې‌پور په «سوای منسېنګ کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

راجستان رویالز لوبډلې چې تراوسه په دې لیګ درې لوبې کړي او درې واړه یې ګټلي، دا یې څلورمه سیالي ده. رویالز د جدول په دویمه ځای کې شتون لري.

راجستان لوبډلې خپلو تېرو لوبو کې تر ډېره یو اړخیزې سیالي کړي او خپل سیالان یې مات کړي دي.

بل‌خوا د ای‌پي‌اېل لیګ پیاوړې لوبډله رویال چلنجرز بنګلور بیا له کړیو څلورو لوبو یوازې یوه بریا لري. دې لوبډلې وروستۍ لوبه کې سنرایزرز حیدراباد ته ماته ورکړه. بنګلور لوبډله د جدول په اتم ځای کې شتون لري.

له ۲۰۲۲کال راهیسې تر دې مهاله د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو لوبو کې راجستان رویالز لوبډلې درې ځلې راجستان ته ماته ورکړې او راجستان بیا دوه ځلې بنګلور مات کړی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دې لیګ په بېګانۍ لوبه کې سنرایزرز حیدراباد لوبډلې په شپږو وېکټو چینای سوپر کنګز ته ماته ورکړه. دا په روان لیګ کې د حیدراباد دویمه بریا او د چینای دویمه ماته وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام