Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې پر ۱۸۰۰ بې‌‌وزله کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

IMG-20240406-WA0003

د میدان‌وردګ د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي چې د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) له لوري د دغه ولایت په ۱۸۰۰ بې‌وزله او اړو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.

د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالله ژمن سلام‌وطندار ته وویل چې یاده مرسته د مرکز میدان‌ښار  پر۱۸۰۰ بې‌وزله او اړو کورنیو وېشل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې هرې بې‌وزله کورنۍ ته ۳۲۰۰ افغانۍ مرسته وېشل شوې او په پام کې ده چې ورته مرستې د دغه ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم پر بې‌وزله او اړو کورنیو ووېشل شي.

اړې او بې‌وزله کورنۍ هم خوښې دې چې د خوړو نړیوال پروګرام(WPF) له لوري یې نغدي مرسته ترلاسه کړه، خو ټینګار کوي چې یادې مرستې دې د میدان‌وردګ په پاتې ولسوالیو او کلیو کې هم پر بې‌وزله او اړو کورنۍ ووېشل شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

یادې مرستې داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې هم دغه ولایت کې پر بې‌وزله خلکو د نغدي مرستو ترڅنګ خوراکي او غیرخوراکي توکي هم وېشل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام