Asset 1SWN

پکتیا کې ۹۵سلنه د ځنګلونو پرې کولو مخه نیول شوې

۱۱۱۱۱

پکتیا کې د ځنګلونو ساتنې قطعې مسوولان وايي چې د تېرو دوو کلونو پرمهال یې دغه ولایت کې ۹۵سلنه د ځنګلونو د پرې کولو مخه نیولې او په تړاو ۵۲ کسان هم نیول شوې دي.

پکتیا کې د شنې قطعې قومندان جاوید اغا سلام‌وطندار ته وايي چې تر دې مهاله یې د ځنکلونو پرې کولو په جرم ۵۲ کسان نیولي چې ځینې یې د قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشي کړي او لس کسان یې محکمې ته سپارلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د ځنګل ساتنې په تړاو یې خلکو ته تر ډېره د عامه پوهاوي غونډې هم جوړې کړي دي.

نوموړي وویل: «شپږ یا اووه مو دا برقي ماشینونه نیولي چې اوس هم راسره پراته دي او ۵۲ کسان مو هم د ځنګل وهنې په تور لاس په لاس نیولي چې لس کسان مو محکمې ته سپارلي چې هغوی زیات ځنګل پرې کړی وو او ۴۲ تنه مو د قومي مشرانو په ضمانت خوشي کړي او تراوسه ۹۵ سلنه د ځنګل پرې کولو مخنیوی شوی.»

د پکتیا د ځنګل‌مېشتو سیمو ځینې اوسېدونکي د ځنګل ساتنې قطعې پر جوړېدو خوښ دي، خو له سرپرست حکومت غواړي چې د یادو سیمو خلکو لپاره بدیلې پروژې پلې کړي.

د شواک ولسوالي اوسېدونکی رحیم وايي چې د سیمې اوسېدونکي یې د سوند توکي له ځنګلونو برابروي چې اوس حکومت د ځنګل پر وهلو بندیز لګولی او خلکو ته باید د کاروبار بدیلې لارې ولټول شي.

نوموړي وویل:«زموږ خلک د ژوند څه ضرورتونه چې ټول د همدې لرګیو نه پوره کوي اوس چې اسلامي امارت بند کړي، باید دغه کې موږ ته بدیل راکړل شي یا ځمکې راکړل شي یا بل کاروبار برابر شي چې خلک په‌کې مصروف شي چې خپلې کورنۍ ته نفقه پیدا کړي.»

د وزې ځدراڼ ولسوالي یو بل اوسېدونکی ولي‌الرحمان هم وايي، سیمه کې یې له هغه وروسته چې د ځنګل څخه د هر ډول لرګیو په راوړلو بندیز لګول شوی، خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي.

هغه وویل: «زموږ سیمه کې اکثره خلکو کار په غرونو باندې جوړ دی. داسې خلک نشته چې په بازار کې یې دوکان وي یا یې بل کوم کاروبار وي او یا ځان ته کار پیدا کړي. داسې خلک نشته. یو موټر لرګي بار کړي. یوه پیکپ موټر یا ټونیس موټر بار کړي. یو خروار، دوه خرواره یا پنځه خرواره ووهي، بازار ته یې یوسي خرڅ یې کړي. په هغه باندې یوه نفقه برابره کړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پکتیا د کرنې ریاست د مسولانو په وینا، پکتیا کې د یوې سروې له مخې ۹۹زره هکتاره ځنګلونه شتون لري چې ځینې برخې یې د تېرو څو لسیزو جګړو او ځینې د خلکو له‌خوا له‌منځه وړل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام