Asset 1SWN

خوست کې د ځنګلونو د پرې‌کولو په تور ۲۰ کسان نیول شوي

ثصفلص

د خوست محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په دوه‌منده ولسوالي کې یې د ځنګلونو د پرې کولو په تور ۲۰ کسان نیولي دي.

د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د شنې قطعې ځواکونو له لوري په دوه‌منده ولسوالي کې د ځنګل د پرې کولو پر مهال نیول شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یادو نیولو شویو«۲۰» کسانو له ډلې یې دوه کسه د ځنګلونو پېرونکي او پاتې «۱۸» یېکارګر دي.

نیول شویو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او د خبرپاڼې له مخې چې د ځنکلونو د پلورونکو د نیونې هڅې هم روانې دي.

د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رياست د خبرپاڼې پر بنسټ، نیول شویو کسانو څخه څلوربرقي ارې او د ځنګلونو د پرې کولو ځینې نور وسایل هم ترلاسه شوي دي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې یادو کسانو په دې ولسوالي کې څومره ځنګل وهلی دی؟

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خوست کې د ځنګلونو د وهلو په تور دغه کسان داسې مهال نیول کېږي چې له دې وړاندې د هېواد په نورو ولایتونو په ځانګړې توګه نورستان او کونړ کې په پراخه کچه ځنګلونه وهل شوي او بهر ته قاچاق شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام