د خوست د موسی‌خېلو او قلندر ولسوالیو اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي چې د یاد ولایت د جلغوزیو په ځنګلونو کې لګېدلی اور د ولسونو په مرسته کنټرول شوی دی.

د دوی په وینا، دغه اور د پرون «یکشنې» ورځې راهیسې بل شوی و چې د ځوانانو او ولسونو له هڅو وروسته نن سهار تر ډېره کنټرول او د خپرېدو مخه یې ونیول شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې دوی ویلي چې د خوست د مرکز او یوشمېر ولسوالیو څخه لسګونه ځوانان د دغه اور مړه کولو لپاره سیمې ته ورغلي وو.

د خوست ولایت د قلندر ولسوالي یوه اوسېدونکي محمد عمران سلام‌وطندار ته وویل چې اور اوس په بشپړه توګه کابو شوی او د خوست په ګډون ټولو هېوادوالو ته په‌کار ده چې د ملي شتمنیو ساتنه وکړي.

نوموړي په ا.ا حکومت غږ وکړ چې د ځنګلونو د ساتنې او ورته پېښو د مهار لپاره منظمه اداره رامنځته کړي، څو د کونړ، نورستان او خوست د ځنګلونو د اور لګېدنې پېښې بیا تکرار نه‌شي.

بل‌خوا د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس شبير‌احمد عثماني سلام‌وطندار ته ویلي چې د موسی‌خېلو او قلندر په لوړو غرونو کې د اورلګېدنې د کنټرول او څېړنې لپاره یادې سیمې ته یو پلاوی تللی دی.

عثماني زیاته کړې چې سیمې ته د اور د مهار لپاره د وسایلو لېږد ناشونی دی، خو نوموړي د اور مهار په برخه کې د ولسونو همکاري ستایلې ده.

نوموړی زیاتوي: «د موسی‌خېلو او قلندر سیمو کې اور‌لګېدنې په تړاو اسلامي امارت خپله هم لاس په کار شوی او له ولس څخه یې هم همکاري غوښتې. نن سهار هم داسې خبرونه خپاره شول چې دغه اور بشپړ کابو شوی، خو تراوسه ډاډ نشته چې سیمې ته د ا.ا یو پلاوی تللی او ډېر ژر به په دې اړه معلومات ولس سره شریک کړو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له خوست وړاندې په نورستان او کونړ ولایتونو کې هم د اورلګېدنې ورته پېښې رامنځته شوې وې او ګڼ ځنګلونه د اور خوراک شول.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام