د کونړ محلي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په ځنګلونو کې د تازه اور لګېدنې په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم دي.

ولایت مقام په يوې خبرپاڼه کې د والي محمدقاسم خالد له قوله ويلي چې څه موده وړاندې د چپې درې، شيګل او ناړۍ ولسواليو په يوشمېر ځنګلونو کې د اور لګېدنې پېښې رامنځته شوې وې چې ځایي مسوولانو او ولسي خلکو په ګډه همکارۍ مهار او مړ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوى زياتوي، کونړ پېچلې اراضي لري او دغې برخې ته ځانګړې پاملرنه کېږي چې د همدې هڅو په لړ کې یې د نورستان ولایت په ځنګلونو کې د لګېدلي اور پراختیا مخنیوي په موخه سیمې ته تخنیکي ډله لېږلې، څو د ځایي خلکو او مسوولانو په همکارۍ د دې ولایت ځنګلونو ته د اور خپرېدو مخنیوی وکړي.

تر دې وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکو هم ويلي و چې د چپې درې ديګل سيمه کې اور لګېدنه رامنځته شوې وه چې وروسته د ځايي خلکو په مرسته مهار شوه.

په تازه‌ګۍ سره داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د نورستان په ځنګلونو کې د لګېدلي اور لمن د کونړ ولایت ځنګلونو ته هم غځېدلې ده.

بل‌خوا تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت معیین شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د چین سفارت له چارسمبالي سره د لیدنې پرمهال په نورستان کې د لګېدلي اور د مهار لپاره د مرستې غوښتنه کړې وه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د کونړ د ګاونډ نورستان ولایت د نورګرام ولسوالي په ځنګلونو کې اور لګېدلی چې د خلکو او د مسوولانو له هڅو سره سره تراوسه نه دی مړ شوی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام