پکتیا کې ۹۵سلنه د ځنګلونو پرې کولو مخه نیول شوې

پکتیا کې د ځنګلونو ساتنې قطعې مسوولان وايي چې د تېرو دوو کلونو پرمهال یې دغه ولایت کې ۹۵سلنه د ځنګلونو د پرې کولو مخه نیولې او په تړاو ۵۲ کسان هم نیول شوې دي.

پکتیا کې د شنې قطعې قومندان جاوید اغا سلام‌وطندار ته وايي چې تر دې مهاله یې د ځنکلونو پرې کولو په جرم ۵۲ کسان نیولي چې ځینې یې د قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشي کړي او لس کسان یې محکمې ته سپارلي دي.

محب: له پاکستان سره مو اړیکې اوس هم ښې نه دي

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، له پاکستان سره د افغان حکومت اړیکې اوس هم ښې نه دي او له نوموړي سره د پاکستاني چارواکو د اړیکو نه پالل به د دواړو هېوادونو پر اړیکو هېڅ راز اغېز ونه لري. نوموړی وايي، د پاکستاني چارواکو له لوري شوې څرګندونې له ډېپلوماټيکو اصولو سره په ټکر کې دي او که چېرې په دې اړه د پاکستان له لوري افغان حکومت ته رسمي څه وویل شول، اړونده افغان ډېپلوماتیکې ادارې به یې ځواب ورکړي.