Asset 1SWN

فراه او میدان‌وردګ کې د ټرافیکو پېښو له امله درې کسان مړه او ۷ ټپیان شوي

ټرافیکي پېښه

په فراه او میدان‌وردګ ولایتونو کې د ټرافیکو پېښو له امله درې کسان مړه شوي او  اووه نور ټپیان دي.

لومړۍ پېښه چې د میدان‌وردګ اړوند د کابل-کندهار پر لویه لاره شوې، په‌کې دوه کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پېښه «جمعه، وري ۱۷مه» رامنځته شوې. د میدان‌وردګ له امنیې قومنداني څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ټرافیکي پېښه د یوې کرولا او ټوډي موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په ټپيانو کې یوه مېرمن هم شامله ده چې د امنیتي ځواکونو له لوري ټول ټپيان ولایتي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوې دي.

بل‌خوا پرون جمعه د وري ۱۷مه د فراه د «فراه‌رود» ولسوالي په اب‌خورما سیمه کې د ټرافیکي پېښې له کبله یو کسان مړ او درې نور ټپیان شوې دي.

د فراه د امنیې قومنداني ویاند محمدنسیم بدري سلام‌وطندار ته ویلي چې یاده پېښه د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي او ټېلر موټرو ترمنځ شوې.

د دواړو ټرافیکو پېښو لامل د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي ښودل شوې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

 له دې وړاندې هم په ګڼو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې شوې چې لامل یې د سړکونو خرابوالی، د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي او له ټرافیکي قوانینو سره د موټرچلوونکو نه بلدتیا یاده شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام