د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او پنځه ولسوالیو کې تازه شپږ لرغونې سیمې او څلور ابدې کشف شوې دي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امر محمدګل تسل سلاموطندار ته وویل، دغه لرغونې سیمې او تاریخې ابدې په مرکز پلعلم، محمداغې، خوښۍ، برهکي برک، څرخ او خروار ولسوالیو کې موقعیت لري چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پېژندنې ریاست د مسلکي کسانو په هلو ځلو کشف شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی همدارنګه وایي، دغه لرغونې سیمې او لرغونې ابدې له اسلام دورې څخه وړاندې سلګونه کاله تاریخي مخینه لري.
تسل زیاتوي، د یادو لرغونو سیمو او تاریخي ابدو د ساتنې لپاره یې د ولایت او ولسوالیو په کچه له امنیتي مسوولانو سره جلا- جلا ناستې کړي او د یادو ناستو په ترڅ کې یې له امنیتي ځواکونو غوښتي دي چې د کشف شویو لرغونو سیمو او تاریخي ابدو په کلکه ساتنه وکړي.
باید ووویل شي چې لوګر کې اوس ۱۲ لرغونې سیمې، ۱۶ تاریخي ابدې، شل تاریخي کلاوې او ۱۹ زیاتونه اطلاعاتو او کلتور وزارت سره ثبت او راجستر دي چې ډېری یې بیارغونې او ساتنې ته اړتیا لري.