Asset 1SWN

غور کې بڼوال: بڼوالۍ سره سمه بلدتیا نه‌لرو

غور- بڼوال

غور کې یو‌شمېر بڼوال وايي، که څه هم دوی د بڼوالۍ له معیارونو سره بلدتیا نه‌لري، خو له دې سره سره یې، له دودیزو لارو له خپلو باغونو د مېوو ښه حاصلات ترلاسه کړې دي.

۳۴کلن عبدالرحیم چې د غور یو بڼوال دی او پر خپله څه باندې دوه جریبه ځمکه یې د مېوو باغونه په ځانګړې توګه د مڼو باغونه جوړ کړي، سلام‌وطندار ته وايي، دوی د مېوو ښه حاصل او باغونو ودې لپاره  اضافي بوټي لرې کوي، له کیمیاوي او حیواني کوډ ګټه اخلي او د اوبو رسونې ترڅنګ د ونې بېخمونه نرموي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «بلدتیا ورسره لرو او په بڼوالۍ پوهېږو، پاکوو یې چې واښه ونه‌لري. نرمول غواړي، انبار غواړي. کوډ غواړي. منظمې اوبه غواړي چې ونه وده وکړي، خو امکانات نه‌لرو او اوبه کمې دي او ستونزې ډېرې دي. که مرسته ونه‌شي، ښايي ونې له‌منځه لاړې شي.»

په همدې حال کې د دغه ولایت یو بل بڼوال ۳۶کلن عبدالرزاق بیا د غور له کرنې ریاست غواړي چې بڼوال سره د حشراتو او مکروب له‌منځه وړو لپاره درمل ورکړي. «د ونې بېخونه نرموو، بیا حیواني کوډ ورکوو، که کمزوری و، بیا بازار څخه یې اخلوو او ورته اچوو یې.»

بڼوال همداراز شکایت کوي چې دغه ولایت کې د اړوند مسوولانو له لوري لنډمهاله ښوونیز پروګرامونه ورته جوړ شوي وو چې په وینا یې، بسنه ورته نه‌کوي. دوی د بڼوالۍ د ودې لپاره د لا ډېر ملاتړ غوښتنه کوي.

بل‌خوا غور کې د بڼوالۍ چارو کارپوهان بیا وايي، که څه هم دغه ولایت کې یو‌شمېر بڼوالو د بڼوالۍ مسلکي روزنه ترلاسه کړې، خو زیاتوي چې لا هم ځینې بڼوال مسلکي روزنې ته اړتیا لري.

غور کې د بڼوالۍ چارو یو کارپوه عبدالظاهر توانا سلام‌وطندار ته وویل: «زموږ بڼوال د ساتنې، پروسس، د حاصلاتو راټولولو مخکې او وروسته پړاو، د حاصلاتو تنظیم او د محصولاتو د ساتنې پوه نه‌لري. دوی ته باید د ساتنې لارې چارې ورزده‌کړل شي. دوی د حاصل موسم کې حاصل اخلي، خو ساتی یې نه‌شي چې په ټیټه بیه یې پلوري. تنګسیه او فقر له همدې امله پرې راځي.

د توانا په وینا، د وروستیو کلونو وچکالي د مېوو باغونو ته زیان رسولی او ان ځینو سیمو کې بڼوڼه وچ شوې دي. دی زیاتوي چې حکومت دنده لري، څو هغو سیمو کې چې باغونه وچ شوي، د بېرته شنو کولو لپاره یې هڅې، څو له دې لارې بڼوال خپل عاید ترلاسه کړي.

د غور کرنې ریاست مسوولان بیا وايي چې د دغه ریاست مسلکي ټیمونه هر کال د رونیزو پروګرامونو په جوړولو سره هڅه کوي چې بڼوالو ته معیاري بڼوالۍ ورزده‌کړي.

د غور د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس غلام محمدکاظم شهامت وویل: «د غور د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ اداره هر کال د بڼوالو د عامه پوهاوي کچې لوړولو په موخه پروګرامونه جوړوي چې مرکز او ولسوالیو ته لمن غځېږي او عملي او علمي لارښوونه ورته کوي. روان کال هم ورته پروګرامونه جوړ شوي او بڼوالو ته د ښه حاصل او ناروغیو د مخینوي لارو چارو او همداراز د شاخ برۍ او نورو لارو چارو په تړاو پروګرامونه جوړ شوي.»

د غور د کرنې رییس په وینا، د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې څه باندې ۳۶۰۰ هکټاره ځمکه پر باغونو پوښل شوې چې څه باندې ۱۳زره د بېلابېلو مېوو باغونه په‌کې جوړ شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هغه همداراز زیاته کړه چې غور کې مېووه لرونکې ونې ښه حاصل ورکوي چې مڼې، ناک، زردالو، شفتالو، پسته، انګور، بادام، چهارمغز او د نورو مېوو باغونه په‌کې جوړ شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام