Asset 1SWN

د فاریاب قیصار ولسوالي بڼوال: د ممیزو بیه ۴۰سلنه لوېدلې

فاریاب (2)

د فاریاب د قیصار ولسوالي یو‌شمېر بڼوال سلام‌وطندار ته وايي چې دغه ولایت کې د تېر کال سخت ژمي او سږکال وچکالي له امله د ممیزو حاصلاتو کې کموالی راغلی دی. د دوی په وینا، د ممیزو بیه هم ۴۰سلنه رالوېدلې دي.

د قیصار ولسوالي بڼوال محمدنبي وویل، تېر کال یو من تور ممیز په ۱۲۰۰ افغانۍ پلورل کېدل؛ خو سږکال یې بیه ۸۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وویل: «یو څه یې یخ ووهل او پاتې یې اوبه نه‌وې چې له امله یې باغونه وچ شول. د څاه کیندل لګښت لري، باغوان یې وسه نه‌لري. که باغوان خپل باغ وپلوري، ښايي ایله یوه څاه پرې وکیندي، که هغه هم اوبه ورکړي. د قیصار یوازینۍ ستونزې د اوبو بند دی. که بند وتړل شي، د بڼوال ۷۰سلنه حاصلات به ډېر شي.»

د یادې ولسوالي یوه بل بڼوال محمدفضل وايي، د تېر کال ژمي د سړې هوا او د روان کال د سختې وچکالي او ګرمۍ له امله د ده د باغونو حاصلاتو کې کموالى راغلى دى. «حاصلات کم شوي، لامل یې د اوبو کمښت او یخني وه. سږکال ګرمي زیاته وه او د باران پر ځای پر تاکونو خاوره ولګېده چې دغه ممیز هم بازار پنځه یا شپږ سلنه اخلي، ځکه خلک وراسته ممیز نه‌اخلي.»

فاریاب کې د ممیزو سوداګر محمدنعیم بیا وايي، د تېرکال په پرتله د قیصار ولسوالي د ممیزو حاصلاتو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی، خو په وینا یې، د افغانيو ارزښت د لوړوالي له امله بيې ډېرې توپير نه‌لري او دا د بڼوالو په ګټه دی.

هغه وویل: «له تېرکال راهیسې تراوسه مو ۳۰سلنه محصولات کم شوي، ځکه هوا یخه او وچکالي وه چې ۳۰سلنه باغونه کسر شوي. تېر کال یو من ممیز ۳زره کلدارې کېدې، سږکال شپږ زره کلدارې کېږي. پروسږکال بڼوال یو من ممیز خرڅول یو لس لیټره بوتل غوړي یې اخیستل، خو سږکال یو من ممیزو باندې دوه بوتله غوړي اخلي.»

بل‌خوا د قیصار ولسوالي د ممیزو د یوه مارکېټ مشر سیدانور وايي، د تېرکال سوړ ژمی، وچکالي او د کافي اوبو نشتوالی لامل شوی چې د باغ‌لرونکو په حاصلاتو کې ۳۰سلنه کموالی راشي.

نوموړي وویل: «سږ کال سره ممیز له ۱۲۰۰ څخه تر ۱۳۰۰ پورې پلورل شوي چې سږکال ۱۱۰۰ پلورل شوي. د تورو ممیزو پلور ښه دی، سره کمزورې دي، ځکه د قیصار ممیز سږکال کمزوري دي، یخ وهلي، کابل کې نه خرڅېږي، باکیفته ممیز یې ۳زره افغانۍ دي. تجاري بیه له ۱۰۰۰ تر ۱۲سوه ده.»

د فارياب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مرستيال نورالهدا متوکل سلام‌وطندار ته تاییدوي چې د تېر کال سوړ ژمي او روان کال وچکالۍ د مميزو په حاصلاتو کې ٥٠ سلنه کموالى راوستی دی.

هغه وویل، هڅه کوي د کوچنيو بندونو په جوړولو سره د دغه ولایت د باغ‌لرونکو ستونزه حل کړي. د هغه په وینا، د فارياب په ١٧ ولسواليو کې د ١٧ بندونو سروې بشپړه شوې او ډېر ژر به يې د جوړولو چارې هم پيل شي.

هغه وویل: «سږکال د بڼوالو حاصلات د تېرکال په پرتله ۵۰سلنه کم شوي. دوه لاملونه دي، یوه یخه هوا او دویمه هم وچکالي چې اوبه نه‌وې او بڼوال یې زیانمن کړل. د چینو اوبه وچې شوې او له امله یې بڼوالو زیان ولید.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې پرله‌پسې درېیم کال وچکالي د هېواد بېلابېلو ولايتونو کې کروندې او باغونه اغېزمن کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام