Asset 1SWN

پاکستان کې ځانمرګی برید؛ دوه کسان وژل شوي او درې ټپیان دي

download (1)

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د بهرنیو وګړو پر موټر د ځانمرګي برید له امله دوه کسان وژل شوي او درې نور کسان ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو نن جمعه، اپرېل ۱۹مه راپور ورکړی چې برید نن سهار د کراچۍ ښار د «لاندهي په مانسهره کالونۍ» کې شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سیمه کې پولیسو رسنیو ته ویلي چې یاد ځانمرګي برید کې بهرنیو وګړو ته زیان نه‌‌دی اوښتی او د پولیسو په ډزو کې دوه وسله‌وال وژل شوي دي.

د یاد پولیس چارواکي په وینا، په وژل شویو کې دوه بریدګر او ټپیانو کې د بهرنیو وګړو دوه امنیتي ساتونکي او یو عام وګړی شامل دي چې ټپیان د کراچۍ جناح روغتون ته وړل شوې دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ځانمرګی برید چې پر موټرسایکل سپور و، د بهرنیو وګړو موټرو ته نږدې ځان پورې چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او دوو نورو وسله‌والو پر یادو موټرو ډزې هم کړې دي.

د پولیسو مشر ویلي ، د چاودنې نه وروسته ترهګرو ډزې هم کړي اؤ وایي د پولیسو په ځوابي ډزو کې بیا دوه ترهګر وژل شوي دي.

ویل کېږي چې دغه موټر کې پنځه جاپاني وګړي لېږدول کېدل چې په یاده سیمه کې پرې ځانمرګی برید شوی دی.

تراوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی. دا په نږدې څو ورځو کې دویم ځانمرګی برید دی چې په بهرنیو وګړو ترسره کېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې د مارچ پر ۲۶مه خېبرپښتونخوا کې د چینایي انجینیرانو پر یوه موټر ځانمرګي برید له امله پنځه چینایان او د هغوی پاکستانی موټرچلوونکي وژل شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام