د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل سیالیو په ترڅ کې نن د چینای سوپر کنګز لوبډله له لکناو سوپر جاینټز سره لوبه کوي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن جمعه د اپرېل ۱۹مه د هند د لکناو په «بهارت رتنا شري اتل بېهاري واجاپايي اېکانا کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
چینای سوپر کنګز لوبډله چې د ایپياېل لیګ د تېر پړاو اتله لوبډله ده، تراوسه دې لیګ کې شپږ لوبې کړي چې څلور یې ګټلی او دوه یې بایللې دي.
یاده لوبډله د روان لیګ د سیالیو جدول کې په اتو امتیازونو سره څلورم ځای لري. د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو درېوو لوبو کې یوه چینای او یوه لکناو لوبډلې ګټلې. درېیمه او وروستۍ لوبه د باران له امله لغوه شوې.
لکناو لوبډلې چې دې لیګ کې خپلې وروستۍ دوه لوبې بایللې دي، نن داسې مهال له چینای کوربهتوب کوي چې تراوسه یې په کړیو شپږو سیالیو کې درې ګټلي او درې یې بایللې دي.
لکناو بیا د جدول په پنځم ځای کې شتون لري. د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی نوینالحق هم دې لوبډلې سره لوبېږي.
د یادو سیالیو په بېګانۍ لوبه کې ممبی انډیینز لوبډلې په یوې په زړه پورې لوبه کې پنجاب کنګز ته د نهو منډو په توپیر ماته ورکړه.