د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د کابل په لوېدیځ د دشت برچي د «کولایی مهتاب‌قلعه» سیمې په پرونۍ چاودنه کې د اریانانیوز ټلویزیون پخوانی کارکوونکی حمید سیغاني وژل شوی دی.

حمید سیغاني د اریانانیوز ټلویزیون د سیاسي خپرونو د ویاندې فوزیه وحدت خاوند و. مېرمن وحدت هم پر فېسبوک‌پاڼه د خپل خاوند د مرګ خبر تایید کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

په همدې حال کې د خبریالانو او رسنیو قضیو ته د رسېدنې کمېسیون غړی حجت‌الله مجددي یو‌شمېر رسنیو ته ویلي چې حمید سیغاني د اریانانیوز ټلویزیون د تخنیک برخې کارکوونکی و او د کابل په پرونۍ چاودنه کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پلازمېنې کابل په لوېدیځه سیمه کې پرون ماښام د مسافر وړونکو ټونس ډوله موټر باندې چاودنه شوې وه. د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دغه چاودنه په موټر کې د اورلګېدنې له امله بللې، خو د پېښې عینې شاهدانو ویلي، چاودېدونکي توکي له وړاندې په موټر کې ځای پر ځای شوې وو.

د سلام‌وطندار پښتو ټویټرپاڼه وڅارئ

مجاهد په دغه پېښه کې د یوه کس د وژلو او دوو ټپیان خبر ورکړی دی. د هغه په وینا، د پېښې قربانیان ټول ملکيان دي. خو د پېښې عیني شاهدان د مرګ‌ژوبلې شمېره لوړه بولي.

په ورته مهال په دغه پېښه کې د حبیب‌الله یوسفي په نوم د یوه بل کس د وژنې خبر هم ورکړل شوی دی. حبیب‌الله یوسفي د برښنايي پېژندپاڼو د وېش ادارې برقي وو.

تراوسه د دې پېښې پړه کوم چا یا ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام