د کابل په پرونۍ چاودنه کې د اریانانیوز پخوانی کارکوونکی وژل شوی

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، د کابل په لوېدیځ د دشت برچي د «کولایی مهتاب‌قلعه» سیمې په پرونۍ چاودنه کې د اریانانیوز ټلویزیون پخوانی کارکوونکی حمید سیغاني وژل شوی دی. حمید سیغاني د اریانانیوز ټلویزیون د سیاسي خپرونو د ویاندې فوزیه وحدت خاوند و. مېرمن وحدت هم پر فېسبوک‌پاڼه د خپل خاوند د مرګ خبر تایید کړی.

هغه پنځوس کلن مؤذن چې پر سیدالشهدا ښوونځي برید کې ووژل شو

دوه ورځې وړاندې د کابل لوېدیځ دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند په دشت برچي سیمه کې پر سیدالشهدا ښوونځي برید کې له ۶۰ ډېر کسان ووژل شول او شاوخوا ۱۵۰ نور ټپیان شول.
د پېښې د وژل شویو په منځ کې د یوه جومات پنځوس کلن مؤذن هم شامل دی چې د دغه برید د تر ټولو ډېر عمر‌لرونکی قرباني دی.