یوشمېر افغان مېرمنې د ا.ا حکومت د بیاځلې واکمنۍ د دوو کلونو له پوره کېدو سره هممهاله وايي چې د سرپرست حکومت له لوري پر دوی د بندیزونو لګېدو دوام لامل شوی چې ورځ تر بلې په ټولنه کې څنډې ته شي.
ا.ا د تېر کال له زمري میاشتې راهیسې په څو بېلابېلو فرمانونو سره ښځې له زدهکړو او کار را ګرځولي چې یوشمېر ښځې دا پرېکړې د دوی د څنډې ته کولو په مانا بولي. ا.ا د ښځو په اړه په خپل وروستي فرمان سره د روانې زمري میاشتې په درېیمه نېټه په ټول هېواد کې د ښځو سینګارتونونه وتړل او د هغوی جوازونه یې لغوه اعلان کړل.
د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت د دغه فرمان پر بنسټ، په ټول هېواد کې د ښځینهوو شاوخوا ۱۲۰۰۰ سینګارتونونه وتړل شول او لږترلږه ۶۰ زره مېرمنې چې په دغو سینګارتونونو کې یې کار کاوه، پر کور کېناستې. یوشمېر دغه ښځې وايي چې یاد سینګارتونونه یې د خپلې کورنۍ او بچیانو لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ ګټلو یواځینۍ لاره وه چې هغه هم پرې وتړل شوه.
د سلاموطندار پښتو برخه دلته وڅارئ
نسا سعادتي چې له شاوخوا پنځلس کلونو راهیسې یې په کابل ښار کې د ښځو سینګارتون درلود وايي، اوس یې چې سینګارتون تړل شوی، اړ ده چې د کورنۍ د اړتیا پورو کولو او د بچیانو مړولو لپاره سوال ته مخه کړي. هغه زیاتوي: «زه داسې ښځه یم چې د کور ټول لګښتونه زما پر غاړه دي او همدا مې مسلک دی، تجربه پهکې لرم. خاوند مې ناروغ دی، د کور ټول لګښتونه مې له همدې لارې پوره کول.»
په همدې حال کې افغان نجونو د سږ کال په کانکور ازموینه کې د ګډون کولو چانس له لاسه ورکړ او نه یوازې پوهنتون ته پر تګ یې بندیز ولګېده، بلکې په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې یې هم دندې وځنډول شوې.
همدارنګه، تېر کال پر افغان ښځو بل بندیز دا هم و چې د مدافع وکیلانو په ازموینه کې ورته د ګډون چانس ور نهکړل شو. عدلیې وزارت د تېر کال د دلوې میاشتې په ۲۳مه د ښځو له ګډون پرته د مدافع وکیلانو ازموینه چې ۵۸۰ نارینهوو پهکې د وکالت جواز ترلاسه کولو په موخه ګډون کړی و، واخیسته.
اسلامي امارت د تېر کال په لیندۍ میاشت کې د یوه فرمان له مخې، پوهنتونونو ته د نجونو زدهکړیالانو پر ورتګ بندیز ولګاوه. د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان یا یونیسکو د شمېرو پر بنسټ، د پوهنتونونو په ټړل کېدو سره شاوخوا ۹۰ زره نجونې زدهکړیالانې له زدهکړو بېبرخې شوې دي.
پر ښځو د محدودیتونو لګولو په دوام، د ۱۴۰۱ کال په لړم او لیندۍ میاشتو کې افغان ښځې په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې له کار څخه را وګرځول شوې او ورپسې پارکونو او د سپورټ مرکزونو ته هم د هغوی پر تګ بندیز ولګېده.
د کابل ښار اوسېدونکې سیما وايي، یو ځل له خپل کوژدن او مور سره یوه پارک ته تللې وه چې د اسلامي امارت ځواکونو یې کوژدن وهلی ډبولی و او دوی یې له چکر څخه را ګرځولي دي. هغه زیاتوي: «هېڅ ځای ته نهشوو تللی. څه موده مخکې مې له کوژدن او مور سره چکر ته تللي وو، راغلل، موږ یې حوزې ته یووړو. کوژدن مې یې ډېر وواهه، مور مې بوډۍ وه، هېڅ پروا یې ونه کړه، سپکې سپورې یې ویلې.»
په ورته وخت کې یوشمېر ښځینه خبریالانې هم وايي چې په ځینو برخو کې له جنسیتي توپیري چلن سره مخامخېږي او سرچینې ورسره مخامخېدو او خبرو کولو ته نه حاضرېږي. کابل کې د یوه خبري اژانس خبریاله حواګل وايي: «ځینې وخت موږ ته دا اجازه نه راکول کېږي چې په خپرونه/غونډه کې ګډون وکړو. یوې غونډې ته ورغلم، یوه سرتېري ډېر ناوړه چلن راسره وکړ. راته ویل یې تا ته چې ویلي چې دلته راشه، بېرته یې را ولېږلو.»
د راپورونو پر بنسټ، پر افغان ښځو د ا.ا د محدودیتونو لګېدو سره هممهاله سوالګرې ښځې ډېرې شوي، په زوره د نجونو واده کولو او د ښځو د ځانوژنې پېښې هم ورسره زیاتې شوې دي.
د ښځو حقونو فعاله ثریا پیکان وايي، په تېرو دوو کلونو کې پر ښځو د اسلامي امارت د محدودیتونو او بندیزونو لګېدو فرمانونه د ټولنې د وروسته پاتې کېدو لامل شوي او له کبله یې افغان مېرمنې څنډې ته شوې دي. نوموړې زیاتوي: «دا د حکومت دنده ده چې د خلکو خدمت او ملاتړ وکړي. پر ښځو د محدودیتونو لګېدو دوام له یوې خوا پر ښځو منفي اروايي اغېزې کړي، بلهخوا د هېواد وروسته پاتې کېدو لامل شوي او حکومت یې منزوي کړی دی.»
خو د امر بالمعرف او نهې عنالمنکر وزارت ویاند محمدصادق عاکف مهاجر وايي، دغه وزارت پر هغو برخو محدودیتونه لګولي چې په وینا یې، «هلته اسلامي قواعد په پام کې نه نیول کېدل.» بلهخوا د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد که څه هم مني چې ښايي ځینو فرمانونو یوشمېر ښځې زیانمنې کړې وي، خو په خبره یې، پر بدیلو لاروچارو یې کار دوام لري.
د اسلامي امارت بیاځلې واکمنېدل او له لوري یې په پرلهپسې ډول پر افغان ښځو لګېدلي محدودیتونه له بنسټیزو قانوني حقونو د هغوی د بېبرخې کېدو لامل شوي او دې چارې یوشمېر نجونې او ښخې نه یوازې له سختو مالي ستونزو سره مخامخ کړي، بلکې هغوی یې پر اروايي ناروغیو هم اخته کړې دي.