له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې افغان نجونې او مېرمنې له بېلابېلو محدودیتونو سره مخ دي او له زده‌کړو او کار څخه راګرځول شوي دي.

یو‌شمېر هغه ښځې چې خپلې دندې یې له لاسه ورکړي او کورناستي ته اړ شوي، سلام‌وطندار ته وايي، اختر یې په خوښۍ نه دی نمانځلی. دوی له سرپرست حکومت غواړي چې د اختر په مناسبت پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سحر رحیمي چې له دې وړاندې د یوې رسنۍ او بهرني بنسټ کارکوونکې وه، وايي چې د وزګارتیا او خراب اقتصادي وضعیت له امله یې ونشو کړای چې اختر ته چمتووالی ونیسي.

هغې وویل: «پخوا به د اختر لپاره شوراوشوق زیات و، خو سږکال هغسې اختر نه دی. نه مو جامې کړي، نه قرباني، نه هم مېوه شته. د دې اختر توپیر چې له کار راګرځول شوي یوو، له نورو اخترونو سره خورا زیات دی.»

ثریا روحي هم وايي چې له کار د ښځو مخنیوي فرمان وروسته کورناستي ته اړ شوې او په وینا یې، هلته به اختر په خوښۍ ونمانځي چې بېرته خپلې دندې ته ستنه شي. هغې وویل: «ټولنې کې دې ښځو ته ونډه ورکړل شي. ښځو ته دې د کار زمینه برابره او بېرته دې په ټولنه کې فعالې شي.»

بل‌خوا یو‌شمېر هغه ښځې چې دندې لري، وايي، هېواد کې د روان وضعیت او پر ښځو د محدودیتونو له امله د اختر ورځې په ناهیلۍ تېروي. دوی له ا.ا غواړي چې د ښځو او نارینه‌وو د حقونو برابرۍ، ښځو ته د زده‌کړې زمینې برابرولو، روغتیا، ټکنالوژي، اقتصاد او فرهنګي برخو کې هڅې وکړي.

سوریا یوسفي چې په یوه خصوصي بنسټ کې کار کوي له سرپرست حکومت غواړي چې د اختر په مناسبت دې هېواد کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي. هغې وویل: «هیله‌منده یم چې ا.ا د ښځو اسلامي حقونه ورکړي. د ښوونځي، پوهنتون او تفریحي ځایونو دروازې د ښځو پرمخ پرانیزي.»

په ورته مهال کابل کې د یوه روغتیايي مرکز ډاکټره نجم‌السما شفاجو وايي چې په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه نسايي-ولادي برخه کې ښځو ته اړتیا ده. نوموړې له سرپرست حکومت غواړي چې ټولنه کې د ښځو حضور ته زمینه برابره کړي.

هغې وویل: «د ټولنې په هره برخه او مسلک کې د ښځو شتون اړین دی. د ښځو له شتون پرته بریا ناشونې ده. نسايي-ولادي برخه کې د ښځو شتون اړین دی. هغه مېرمنې چې دې برخه کې دي، په هر حالت کې د ښځو خدمت کې دي.»

په همدې حال کې د ښځو حقونو فعالان وايي، ښځې د ژوند په هره برخه کې بنسټ‌ییزه ونډه لري چې د دوی له شتون پرته هېواد پرمختګ نشي کولای.

د ښځو حقونو فعالې پروانې بارکزۍ وویل: «ښځې شته چې له ډېرو ستونزو سره سره یې په ځانګړو ځایونو لکه ډاکټرۍ، انجینیرۍ، ښوونکي او هره برخه کې زحمت اېستلی دی. باید له ښځو ملاتړ وشي او دوی له پامه ونه غورځول شي.»

د ښځو حقونو یوې بلې فعالې ډیوه پتنګ وویل: «هر هېواد چې ډېر پرمختګ دی، په هغې ټولنه کې ښځو ته ډېر پام شوی. حکومت باید ښځو ته د کار زمینه برابره کړي، څو خپل هېواد ته کار وکړي.»

بل‌خوا د «ښځې د ښځو لپاره» موسسې رییس فرید‌الدین نوري له سرپرست حکومت غواړي چې دې اختر کې د ښځو پر وړاندې لګول شوي بندیزونه لرې کړي او د کار زمینه ورته برابره کړي.

هغه وویل: «له اسلامي امارت غواړم چې د ښځو کار او زده‌کړو پر وړاندې محدودیتونه لرې کړي، څو د حکومت او خلکو ترمنځ شته ناورین له‌منځه لاړ شي. څه باندې ۵۰سلنه نفوس ښځې دي او د دوی شتون د ټولنې راتلونکې لپاره اړین دی. د دې کار زمینه برابرول د اسلامي امارت مسوولیت دی.»

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر وايي، هېڅوک د دې حق نه‌لري چې د ښځو حقونه ترې واخلي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «د ښځو لپاره مې دا پیام دی چې زموږ هره خور چې حقونه یې تر پښو لاندې کېږي، میراث نه ورکول کېږي یا جبري نکاح باندې ورکول کېږي، کولای شي د امربالمعروف وزارت ته راشي. څوک حق نه‌لري چې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي.»

  سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د ا.ا مشر هبت‌الله اخند‌زاده خپل اختریز پیام کې ویلي، د ا.ا په راتلو سره د ښځو حقونه تامین شوي او ټولې ادارې د ښځو حقونو ورکړې برخه کې مکلفې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام