ولسمشر محمداشرف غني نن د لوی اختر له لمانځه وروسته په خپل اختریز پیغام کې پر طالبانو د نیوکې په توګه وویل چې دغې ډلې د جګړې په ډېرولو سره وښوده چې سولې ته اراده نه لري او د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کېدو، دغه ډله تراوسه د سولې په اړه جدي خبرو ته نه ده راضي کړې.

ولسمشر غني زیاته کړه چې طالبانو په جګړه کې ۲۶۰ عامه ودانۍ ویجاړې کړي او که چېرته دوی افغاني طالبان وي، نو باید د عامه تاسیسات له ویجاړولو لاس واخلي او د خلکو کورونه دې نه ورانوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ولسمشر طالبانو ته په خطاب کې وویل: «که چېرته افغانان یاست، نو باید د افغانیت په اډانه کې سره راټول شئ. ایا د افغانانو په ځانګړې توګه د مېرمنو لپاره مثبت پیام لرئ.»

بل‌خوا غني له طالبانو د پوښتنې په توګه وپوښتل چې ایا غواړئ له بهرنیو جنګیالیو لکه لښکر طیبه، جیش محمد او القاعدې سره خپلې اړیکې وساتئ او افغانستان د باندنیو جنګیالیو د جګړې پر میدان بدل کړئ؟

غني وویل: «په اوس کې جګړه یوازې د نظام د ساتنې لپاره نه ده، بلکې جګړه د دې خاورې د ملکیت او ژوند د ساتنې لپاره ده.» نوموړي د یوه شپږ میاشتني پلان له جوړولو هم خبر ورکړ چې له مخې به یې د هېواد روان امنیتي وضعیت ورسره بدلون ومومي.



ولسمشر غني زیاته کړه: «تېره اوونۍ ټولو په دې تېره کړه، څو یو بېړنی پلان جوړ کړو چې وسره د جګړې وضعیت بدلون ومومي. دغه پلان جوړ شوی او له امنیتي اړخه دوه برخې لري.» د غني په وینا، د دغه پلان یوه برخه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لومړیتوبونو ټاکل دي.

په ورته مهال ولسمشر محمداشرف غني د هېواد امنیتي ځواکونه وستایل او وویل چې روان اختر د «سرتیري اختر» په نوم لمانځي.

هغه زیاته کړه: «امنیتي ځواکونو په تېرو شلو کلونو په ځانګړې توګه په تېرو درېو میاشتو کې د خپلې خاورې، ناموس او هېواد څخه په رښتینې توګه دفاع کړې.»

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام