سره صلیب په شپږو میاشتو کې د نږدې ۵۰ زره ټپیانو درملنه کړې

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې یې د روان زېږديز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۴۹ زره او ۵۰۰ ټپیانو درملنه کړې ده.
دغه بنسټ د ملکیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې او افغانستان یې د ملکیانو لپاره یو تر ټولو خونړی هېواد بللی دی.

پکتیا ته د دوه‌څلوېښت کاله پخوانۍ سروې له مخې امکانات ورکول کېږي

د پکتيا د ولايتي شورا او مدني ټولنو استازي وايي، پکتیا د جغرافيې او د وګړو د شمېر له مخې، د سوېل ختیځ زون مرکزي ولایت دی، خو لا هم په‌کې د ۴۲ کاله پخوانۍ سروې پر بنسټ خدمتونه وړاندې کېږي. د دوی په وینا، سره له دې چې د ولايت د لومړۍ درجې کولو غوښتنه یې کړې، خو لا هم نه ده منل شوې.