ټاکل شوې چې د هند له لوري د مرسته شویو غنمو لومړنۍ جوپه نن د واګه بندر له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.

هندي رسنیو د یاد هېواد د چارواکو له خولې رپوټ ورکړی چې د هندي او پاکستانیو چارواکو او همداراز د خوړو نړیوال پروګرام د استازیو په شتون کې د هند د مرسته شویو غنمو لومړۍ جوپه چې شاوخوا ۱۰۰۰۰ ټنه غنم دي، افغانستان ته لېږدول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مرستو یاده جوپه داسې مهال افغانستان ته لېږدول کېږي چې هند او پاکستان له میاشتو وروسته، د پاکستان له لارې افغانستان ته د یادو مرستو پر لېږد هوکړه وکړه.

هند د تېر کال په اکتوبر میاشت کې افغانستان کې د خراب  بشري وضعیت، د وچکالۍ او لوږې د ناورین کابو کولو لپاره د طبي تجهیزاتو په ګډون د ۵۰۰۰۰ ټنو غنمو د مرستې اعلان وکړ چې ټاکل شوې وه، د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.

پاکستان په لومړیو کې دا منله وه جې یادې مرستې به د افغان موټرو په مرسته افغانستان ته لېږدول کېږي. وروسته داسې رپوټونه خپاره شول چې پاکستان پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او د واګه بندر له لارې افغانستان ته د هند د مرستو لېږد په اړه یې شرطونه وړاندې کړي دي.

سره له دې چې د هند د مرستو لومړنۍ جوپه افغانستان ته لېږدول کېږي، خو هندي رسنیو ویلي چې لاهم د پاکستان د شرطونو له امله ستونزې پر خپل ځای دي.

 د رپوټونو پر بنسټ، پاکستان ټينګار کوي چې د مرستو ټولې جوپې دې په یوه میاشت کې افغانستان ته ولېږدول شي، په داسې حال کې چې اوس یوازې په واګه بندر کې ۴۰ افغان موټر فعالیت لري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هندي چارواکو ویلي چې د هند د خوړو شرکت «FCI» باروړونکو موټرو کې د غنمو ځای پرځای کول پیل کړي او نن سهار به په واګه بندر کې تخلیه شي. تمه ده د مرستو یاده محموله به نن مازدیګر د دغه بندر له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام