د پاکې هوا نړیواله ورځ؛ خلک له ککړې هوا سر ټکوي

د سپټمبر اوومه او د وږي شپاړلسمه، د پاکې هوا نړیواله ورځ ده. خو افغانان د دې ورځې له را رسېدو سره سم په ښار کې له ککړې هوا شکایت کوي او وايي، مسوولان ورته لازمه پاملرنه نه کوي او له خلکو یې د پاکې هوا د تنفس کولو حق اخیستی دی.

کابل کې ۶۴۰زره لوړپوړیزې ودانۍ د هوا د ککړتیا اصلي لامل دي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې کابل کې څه باندې ۶۴۰زره ناپلان شوې لوړپوړې ودانۍ شتون لري چې د ژمي په موسم کې د ډبرو له سکرو او نورو نامعیاري توکو څخه د ګرمولو لپاره استفاده کوي چې پلازمېنه کې د هوا د ککړتیا اصلي لامل دي.

د هېواد په کچه په ۲۰۲۰ کال کې ۵زره کسان د تنفسي او زړه ناروغیو له کبله مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت د وياند مرستياله معصومه جعفري وايي، ۲۰۲۰ کال کې شاوخوا ۵زره هېوادوال د ککړې هوا له کبله د تنفسي او د زړه پر ناروغیو اخته شوي او مړه شوي دي.

جعفري وايي، روغتيا ته د نه پاملرنې په حال کې ښايي په هېواد کې د هوا ککړتيا له کبله د افغانانو د مړينې کچه لوړه شي.