د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد په ترکیه کې د افغان سیاستوالو د غونډې په تړاو وايي، که دغه غونډه د افغانستان د سولې او ارامۍ له پاره جوړه شوي وي، ورڅخه هرکلی کوي او که د افغانستان د ناامنه کولو لپاره وي، پر وړاندې به یې مقابله وکړي.

د افغانستان یو‌شمېر سیاسي مشران د سې‌شنبې په شپه د ترکیې انقرې ښار کې «د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا» تر نوم لاندې سره راټول شوي وو، څو د افغاستان وضعیت په اړه پرېکړه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یادو سیاسي مشرانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، د اسلامي امارت پر وړاندې مقاومت مشروع بللی او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت د حکومت دوام به د بشري وضعیت ترینګلي کېدو، د نشه‌يي توکو د قاچاق زیاتېدو، د کډوالۍ بهیر پراخېدو او د ترهګرو په خوندي ځای د افغناستان بدلېدو لامل شي.

د خبرپاڼې په یوه برخه کې اسلامي امارت څخه هم غوښتل شوي چې د افغانستان د شخړې حل لپاره له دوی سره خبرو ته حاضر شي.

د ملي جنبش ګوند ویاند احسان نیرو سلام‌وطندار ته وايي، دغه غونډه اوسني وضعیت څخه د وتو لپاره جوړه شوې وه. نوموړی زیاتوي چې د ناستې ګډونوالو د روان وضعیت څخه د افغانستان د وتلو لپاره مثبتې طرحې او مثبت فکرونه له یوه بل سره شریک کړل.

دې سره سیاسي شنونکي په دې باور دي چې د افغانستان د شخړې هواري لپاره باید دواړه خواوې د خبرو له لارې یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.

دوی وویل، اسلامي امارت باید د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا سره د خبرو زمینه برابره کړي. د سیاسي چارو شنونکی نورشاه نوراني وايي چې د مقاومت شورا سره باید خبرې وشي او شته ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا داسې مهال دی چې تراوسه د اسلامي امارت پر وړاندې څو جبهې جوړې شوي او هېواد کې یې فعالیتونه پیل کړي. د یادونې ده چې ترکیه کې سیاسي شخصیتونو او د ګوندونو مشرانو ویلي، دغه ډول غونډې به یې راتلونکې کې هم دوام وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام