د اسلامي امارت مشر هبتالله اخندزاده په خپل تازه پیغام کې د اسلامي امارت له غړیو غوښتنه کړې چې له قومپالنې او ژبپالنې ډډه وکړي.
په دغه څوارلس مادهییز لارښود کې د اسلامي امارت له غړو غوښتنه شوې چې له قومپالنې، سمتپالنې او ژبپالنې څخه په جدي توګه لاس واخلي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هبتالله اخندزاده د اسلامي امارت غړو باندې ټينګار کړی چې په ټولو چارو کې له عدلت او انصاف څخه کار واخلي او له هغو کړنو دې لاس په سر شي چې د بېباورۍ لامل کېږي.
د اسلامي امارت مشر زیاته کړې چې د افغانستان مصیبتځپلو خلکو سره نېکي وکړي او ترمنځ دې د باور او ورورولۍ فضا رامنځته کړي.
د دې لارښود په یوه بله برخه کې راغلي چې د اسلامي امارت غړي په خپل منځ کې د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر فریضه هېره نه کړي او لمونځونه دې په جماعت سره کوي.
له کبر او غرور، لویي، ظلم او خیانت څخه ډډه کول او بیتالمال کې نه خیانت او د نورو په چارو کې لاسوهنه نه کول، نورې هغه لارښوونې دي چې هبتالله اخندزاده د اسلامي امارت غړو ته کړي دي.
د قومي او ژبني تعصب په اړه د اسلامي امارت د مشر فرمان په داسې حال کې خپرېږي چې په وروستیو څو ورځو کې ټولنیزو رسنیو کې له لوحو څخه د فارسي «دري» کلیمو پاکول او له «فارسي/ دري» ژبو سره تاوتریخوالي ګڼشمېر غبرګونونه راپارولي دي.