د طالب ډلې مشر هبت‌الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت پیغام کې ویلي چې ډله یې په افغانستان کې د روانې جګړې سیاسي حل غواړي او له هر هغه فرصت نه په ګټه واخلي چې هېواد کې د اسلامي ‌نظام او د سولې او امنیت راتلو لامل کېږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، طالبان د خبرواترو له لارې د مسلې حل ته ژمن دي، خو په خبره یې، مقابل لوري یې وخت تېروي. هغه ویلي، د دې پر ځای چې پر بهرنیانو تکیه وشي، باید په خپلو کې ستونزې حل او هېواد له اوسني وضعیت څخه وژغورل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هبت‌الله اخندزاده ټینګار کړی چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته له ټولې نړۍ سره د متقابل تعامل او ژمنو په چوکاټ کې ښې او پیاوړې ډیپلوماټیکې، اقتصادي او سیاسي اړیکې غواړي.



دا په داسې حال کې ده چې اوس هم په ډېری ولایتونو کې جګړې روانې دي، خو د طالب ډلې خبرپاڼې د اختر ورځو کې د اوربند تامین ته هېڅ اشاره نه ده کړې.

بله‌خوا له دوو ورځو راهیسې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د لوړپوړو پلاویو ترمنځ د سولې خبرې اترې روانې دي. ویل کېږي چې نن هم دا خبرې دوام لري او ټاکل شوې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري تر دې وړاندې ځینو رسنیو ته ویلي چې د دواړو لوریو ترمنځ د تړلیو دروازو شا ته داسې څه پېښ شوي چې افغانانو ته به ښه خبر وي. نادري په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام