د افغان دولت او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې چې څو میاشتو راهیسې ځنډېدلې وې، نن یوځل بیا د افغانستان د حکومت پلاوي او طالبانو ترمنځ دغه خبرې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له سره پيل شوې.

د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي چې د دغو مذاکراتو د پرانیستې مراسم پای ته رسېدلي او دا مهال د دواړو لوریو تر منځ اساسي خبرې پیل شوې دي.

د سلام‌‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «نن په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت پلاوي او طالبانو تر منځ د مذاکراتو پرانسته پاې ته ورسیده او دا مهال د دواړو لورو اوه کسیز ټیم په مذاکراتو بوخت دی، تمه لرو په دغه پړاوو مذاکرتو کې چې په اساسي موضوعاتو به خبرې وشي وکولاې شو یوې اساسي حل لارې ته ورسیږو او د مذاکراتو رامنځ ته شوی پړاوو بدلون ومومي او همدا راز چټکتیا ومومي.»

په همدې حال کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې د مذاکراتو پر دوام ټینګار کړی او ویلي يې دي چې دغه ډله د یادو مذاکراتو پیاوړي کولو لپاره هڅې کوي.

هغه زیاته کړه: «له تېرو لسو میاشتو راهیسې د سولې بین الافغاني مذاکرات روان دي، له بدغه مرغه یو لړ ستونزې شته، هغه ډول چې تمه وه ښه پرمختګ یې نه درلود؛ خو بیا هم نا هیلې نه یو، اسلامي امارات تر خپلې وسې هڅه کړې چې مذاکرات بریالي پړاوو ته ورسیږي، له همدې امله یې یو پیاوړی ټیم ټاکلی او خپل لوړپوړي مسوولان یې لیږلي دي.»



د هېواد په یو‌شمیر ولایتونو کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د بریدونو پر زیاتوالي او د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړو پر دوام، د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په مشري افغان پلاوی تېره ورځ د چنګاښ په ۲۵مه له طالب پلاوي سره د خبرو اترو په موخه د قطر پلازمینې دوحې ته لاړ.

 په دغه پلاوي کې د جمعیت اسلامي ګوند د جلا شوې څانګې مشر عطا محمد نور، د اسلامي وحدت ګوند مشر کریم خلیلي، د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی، باتور دوستم، فاطمه ګیلاني، سلام رحیمي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سعادت منصور نادري شامل دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام