هېواد کې سخته جګړه او پر سیاسي حل‌لارې د هبت‌الله اخندزاده ټینګار

د طالب ډلې مشر هبت‌الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت پیغام کې ویلي چې ډله یې په افغانستان کې د روانې جګړې سیاسي حل غواړي او له هر هغه فرصت نه په ګټه واخلي چې هېواد کې د اسلامي ‌نظام او د سولې او امنیت راتلو لامل کېږي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، طالبان د خبرواترو له لارې د مسلې حل ته ژمن دي، خو په خبره یې، مقابل لوري یې وخت تېروي.

روغتیا وزارت: د اختر ورځو کې تګ‌راتګ مه کوئ

د عامې روغتیا وزارت د لوی اختر له را رسېدو سره سم له خلکو غواړي چې د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره دې د اختر په ورځو کې یو د بل کورونو ته تګ‌راتګ نه کوي. د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، که څه هم په هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو کچه، پر دغه ویروس د اخته کېدونکو کسانو او له کبله یې د مړینې کچه کمه شوې، خو د خلکو بې‌غوري به بیا وضعیت خراب کړي.

عمران خان د افغان سفیر د لور تښتوونکو د نیولو لپاره ۴۸ ساعته وخت ټاکلی

د پاکستان «ډان» ورځپاڼې لیکلي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی، څو په اسلام‌اباد کې د افغان سفیر د لور تښتوونکي ونیسي. ناپېژنده کسانو د تېرې جمعې په ورځ په پاکستان کې د افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل لور سلسله علي‌خېل په اسلام‌اباد کې له یوه سوداګریز مرکز څخه وتښتوله او له شکنجې وروسته یې بېرته راخوشې کړه.