د ملي روغې جوړې عالي شورا مسوولان د هېواد اوسنی وضعیت پېچلی او حساس بولي او وايي، که څه هم افغانستان کې جګړه له خلکو څخه قرباني اخلي، خو د دغې جګړې عوامل او انګېزه تراوسه نه ده روښانه شوې.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالرحمان سلیم چې نن یې د سولې لپاره د ځوانانو ملي کنفرانس کې خبرې کولې وویل، د افغانستان د جګړې او سولې تر شا ناڅرګند دلایل شتون لري. د هغه په وینا، په داسې حال کې چې جګړه زیاته شوې، خو د دغه وضعیت کنټرول د افغانانو له اختیار څخه بهر دی.

د سلام‌‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیال همدارنګه وايي، تر هغو چې طالبان د خبرو له لارې د اختلافونو حل ته حاضر نه شي، د سولې ټینګښت لپاره د افغان حکومت هڅې به بې‌پایلې وي.

په همدې حال کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې او بشري حقونو مرستیاله ډاکټر عالمه د هېواد روان وضعیت په اړه د سیمې هېوادونو پر چوپتیا نیوکه کوي او وايي، نړۍ او د سیمې هېوادونه د افغانستان د جګړې او سولې په اړه ښکاره دریځ نه لري او ګن‌شمېر دغه هېوادونه د خپلو ګټو په لټه کې دي.

مېرمن عالمه وايي، د امریکا ناڅرګنده سیاستونه افغناستان کې د طالبانو د پیاوړي کېدو لامل شوي دي.



هغې زیاته کړه: «شل کاله چې څه وشول او د طالبانو دوره حاکمه شوه، دا هم زمونږ د نه پام او بې‌مسوولیتۍ له امله وو. بیا ځلې نه غواړو چې تکرار شي، بله دا چې نړیوال هم ځینې وخت افغانستان سره ریښتوني نه دي.»

د هېواد وضعیت په اړه اندېښنې داسې مهال دي چې په یو‌شمېر ولایتونو کې جګړه روانه ده او تراوسه معلومه نه ده چې دغه وضعیت به چرته ورسیږي.

د جګړې ترڅنګ، په تازه‌ګۍ سره قطر کې نن د سولې بین‌الافغاني مذاکرات د افغان حکومت او طالب ډلې د پلاویو ترمنځ له سره پیل شول.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام